پاکستان دهند ښاریز ته کنسولی لاسرسی ورکړ
-
د هندوستان له ډیپلوماټانو سره د کلبهوشن یادیو د خصوصي (Private)غونډې اجازې ورکول نامکمن دي .
ایرنا خبری اژانس وایی پاکستان وویل د هندوستان دښاریز کلبوشن یادیو(Kulbhushan Sudhir Jadhav) چې د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم دی کنسولی لاسرسی برابر شوی دی .
دپاکستان د باندنیو چارو دوزارت ویاند محمد فیصل وویل په اسلام اباد کښې د هندوستان دسفارت ډیپلوماټانو نن د خپل هیواد له ښاریز کلبهوشن یادیو سره کتنه وکړه .
محمد فیصل وویل د هندوستان ښاریز کلبهوشن یادیو ته د کنسولی لاسری د ورکولو فیصله د ویانا د کنونشن او د هیګ د نړیوالې محکمې د وروستی حکم پراساس ترسره شوی ده .
د هندوستان حکومت مخکې په پاکستان کښې له خپل نیول شوی ښاریز کلبهوشن یادیو سره کتنه د ټولو خنډونو له لیرې کولو سره مشروطه کړی وه او ویلی یې وو نوی ډیلی کلبهوشن یادیو ته د نامحدود او په کامل ډول د لاسرسی غوښتونکی دی .
دپاکستان دباندنیو چارو وزارت هم مخکې د نوی ډیلی غوښتنې ته په ځواب کښې ویلی وو د هندوستان له ډیپلوماټانو سره د کلبهوشن یادیو د خصوصی (Private)غونډې اجازې ورکول نامکمن دی .