پاکستان دهند ښاریز ته کنسولی لاسرسی ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84369-پاکستان_دهند_ښاریز_ته_کنسولی_لاسرسی_ورکړ
ایرنا خبری اژانس وایی پاکستان وویل د هندوستان دښاریز کلبوشن یادیو(Kulbhushan Sudhir Jadhav) چې د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم دی کنسولی لاسرسی برابر شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2019 10:17 Asia/Kabul
  • د هندوستان له ډیپلوماټانو سره د کلبهوشن یادیو د خصوصي (Private)غونډې اجازې ورکول نامکمن دي .
    د هندوستان له ډیپلوماټانو سره د کلبهوشن یادیو د خصوصي (Private)غونډې اجازې ورکول نامکمن دي .

ایرنا خبری اژانس وایی پاکستان وویل د هندوستان دښاریز کلبوشن یادیو(Kulbhushan Sudhir Jadhav) چې د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم دی کنسولی لاسرسی برابر شوی دی .

دپاکستان د باندنیو چارو دوزارت ویاند محمد فیصل وویل په اسلام اباد کښې د هندوستان  دسفارت ډیپلوماټانو نن د خپل هیواد له ښاریز کلبهوشن یادیو سره کتنه وکړه .

محمد فیصل وویل د هندوستان ښاریز کلبهوشن یادیو ته د کنسولی لاسری د ورکولو فیصله  د ویانا د کنونشن او د هیګ د نړیوالې محکمې د وروستی حکم پراساس ترسره شوی ده .

د هندوستان حکومت  مخکې په پاکستان کښې له خپل نیول شوی ښاریز کلبهوشن یادیو سره کتنه د ټولو خنډونو له لیرې کولو سره مشروطه کړی وه او ویلی یې وو نوی ډیلی کلبهوشن یادیو ته د نامحدود او په کامل ډول د لاسرسی غوښتونکی دی .

دپاکستان دباندنیو چارو وزارت هم مخکې د نوی ډیلی غوښتنې ته په ځواب کښې ویلی وو د هندوستان له ډیپلوماټانو سره د کلبهوشن یادیو د خصوصی (Private)غونډې اجازې ورکول نامکمن دی .