هند د افغانستان د سولې ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84400-هند_د_افغانستان_د_سولې_ملاتړ_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی د هندوستان دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال ویجی ګوخال وویل نوی ډیلی په افغانستان کښې د امنیت او دسولې د ټینګیدا لپاره دهڅو ملاتړ کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2019 00:28 Asia/Kabul
  • ټاکل شوي ده چې د افغانستان دولسمشرۍ انتخابات د روان میلادي کال د سپتمبر دمیاشتې په اتویشتمه (۲۸)نیټه وشي .
    ټاکل شوي ده چې د افغانستان دولسمشرۍ انتخابات د روان میلادي کال د سپتمبر دمیاشتې په اتویشتمه (۲۸)نیټه وشي .

ایرنا خبری اژانس وایی د هندوستان دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال ویجی ګوخال وویل نوی ډیلی په افغانستان کښې د امنیت او دسولې د ټینګیدا لپاره دهڅو ملاتړ کوی .

هغه پرون وویل د هندوستان حکومت تل په افغانستان کښې د سولې د بهیر دتحقق  چې پکښې د ترهګرو او هغوې ته داړوند ډلو د فعالیت لپاره فضا موجوده نه وی ملاتړ کړی دی .

د هندوستان دخارجه وزیر مرستیال ویجی ګوخال په افغانستان کښې د اساسی قانون په کامل ډول په اجرا د ټینګار په ترڅ کښې وویل نوی ډیلی د افغانستان دولسمشرۍ د انتخاباتو له ځنډیدا سره مخالف دی .

ټاکل شوی ده چې د افغانستان دولسمشرۍ انتخابات د روان میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې په اتویشتمه (۲۸)نیټه وشی .