د تهران او ځینی نورې نړیوالې نننیۍ ورځپاڼۍ
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم ځینی نوره نړیوالې ورځپاڼې درسره شریکې کوو .نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
داهم د تهران جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده ، دغې و رځپاڼې پخپل لومړنی مخ د کربلا د بین الحرمیّن معنوی او روحانی فضا څخه یو عکس راخستی چې د لسګونو زره خلکو شتون او د لبیک یا حسین په څیر دشعارونو کارډونه پکې له ورایه ښکاریږی ، د محرم د میاشتې د اتم شپې له عشقه ډکه رڼا ئې انځورکړې چې داهل بیت علیهم السلام مینه وال خپله مینه او عشق د کربلا د حماسې د شهیدانو په یاد کې نندارې ټه وړاندې کوی .
همداراز دغې ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دایران د اسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ د ادارې ویندوی بهروز کمالوندی بیګا دایران په یوه ټیلیویژنی پروګرام کې په خصوصی خبرو کې وئیلی دی ، ټاکل شوې وه ، د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دیولسم کال له هماغه پیله آئی آر6 ایس نومې تجهیزاتو ته ګیس ورسول شی ، چې مونږ دا کار د نړیوالې موافقې دمادو په اساس دخپلو اجرائی ژمنو د کمولو په اړه په دریم ګام کې د جمعې په ورځې پیل کړی دی . هغه په ډاګه کړې ، داسلامی انقلاب دښمنانو چې دایران پرمختګونه ئې نه لیدل ، په تیره بیا په ایټمی حوزې کې ئې کارړنګونې کولې او یولړ مشکلات ئې رامینځة کړل ، دتولید د دغه صنعت دفعالیتونو اوج او دیورانیمو پخول هم څلور فی صده او شل فی صده وو ،کله ئې چې مونږ ته دشل فی صدو اجازت رانکړ ، نومونږ پخپله ددې تولید پیل کړ ، چې ټول ورته حک بک پاتې شوی دی .
هندی حکومتی چارواکو وئیلی دی ، سږکال د جمو او کشمیر مسلمانان له امامباړو او مذهبی ځایونو پرته په بل ځای کې د محرم د عزادادرۍ دستورې نشی ترسره کولی ،حال دا چې په درست جمو اوکشمیر کې ئې پوځی حکومت اعلان کړی او هیچا ته د تلو راتلو اجازت نه ورکوی ،خو بیا هم دا حسینی سربازان دی ، چې د هند ترکنټرول لاندې په جمو او کشمیر کې دکرفیو وضعیّت ته له پامه پرته په سړکونو کې دلبیک یا حسین ، لبیک یا مهدی او لبیک یا زینب چغې پورته کوی او ویر او ماتم کوی . په جمو او کشمیر کې د اهل بیت علیهم السلام مینه والو اعلان کړی ، چې دحسینی تاسوعا او عاشورا ولولناکې دستورې په د تیرو کلونو په نسبت په لازیات پرتم سره لمانځی او په دې لاره کې له چا اجازت اخستل د دوی لپاره هیڅ اهمیّت نه لری .
ورځپاڼې په دوام کې بیا لیکلی دی ، دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس موقتی مشر کرنل فروتا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د مادو د اجرا او دغه راز د ایران دایټمی فعالیتونو په باب دایران داسلامی جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره د مشورو او لیدوکاتو لپاره تهران ته راغلی او له یوشمیر چارواکو سره ئې لیده کاته هم کړی دی .
سی این این ټیلیویژنی چینل پخپل یو ه وروستی راپور کې په ډاګه کړې ، د امریکا دکانګرس دقضائی چارو کمیشن روانه اونۍد هغه څیړنیز بهیر ارزونه کوی،چې موخه ئې ددغه هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ مواخذه کول دی .
په لوګزامبرګ کې یوې اورپائی محکمې د فلسطین د حما س غورځنګ او د عزالدین قسام د کنډکونو دترهه ګر بللو په زمینې کې صادرې فیصلې لغوه کړی دی . ددغې محاکمې فلسطینی وکیل خالد شولی وئیلی دی ، دغې اروپائی محکمې د حماس غورځنګ په باب ډیره مهمه فیصله صادره کړې ده .
دعراق په پارلیمان کې د الفتح ائیتلاف استازې میرمن سهام الموسوی ایشوکړې ، امریکا په بیلابیلو سویو هماغه راز د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلئې بشپړ ملاتړ کوی
دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د افغان او بهرنیو عسکرو په ضد د وسلوالو طالبانو حملې اوبمی چاودنې ورځ تربلې په زیاتیدو دی ، یوازې په کابل کې په تیرو څو ورځو کې د څلورم ځل لپاره ډله ایز ځان مرګی بریدونو کې په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوی دی .
دا هم کیهان ورځّپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دبحرین آل خلیفه رژیم د محرم په سپیڅلی میاشت کې د اهل تشیع په ضد خپلو ځیږو او تالی څټو اقداماتو ته هماغ راز دوام ورکړی او په تیرو څو ورځو کې ئې په داسې حال کې چې په درستې نړۍ کې حتی په غیر اسلامی هیوادونو کې هم دحسینی عزادارو په ولولناکو دستورو کې غیر مسلمانان هم په پرتم سره ګډون کوی ،دحسینی ویرجنو مسلمانانو په مذهبی دستورو یو ځل بیا بندیز لګولی او یو شمیر دینی مشران او فعالان ئې زندانی کړی څو دحسینی عزادارۍ دستورې ترسره نشی ، خو دبحرین مبارز اوانقلابی ولس اعلان کړی ، چې دخپلو وینو تر وروستی څاڅکی پورې به د حسینی عزدارۍ د دستورو له ترسره کولو لاس په سر نشی او دحسینی پاڅون پیغام به پخپلو وینو سره درست بحرین کې خور کړی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،د لبنان د حزب ا.. ولسی غورځنګ د مبارزانو په لاس د دوهمې درندې څپیړې لپاره انتظار د وحشی صهیونیسټانو لپاره شرائط ډیر سخت کړی دی او ددغه نیواکګر او تیریګر رژیم بیلابیلې ټولنې په دوامدار ډول د لبنان د حزب ا...ولسی مبارز غورخنګ د توغندوی حملو دویرونکو نتیجو په باب د تل ابیب مشرانو ته خبرداری ورکوی .
د امریکا په پنټاګان کې د اخلاقی رسوایانو لړۍ هماغه راز دوام لری ، دې ځل د امریکا دسمندری ځواک څخه د ځانګړی برخې درې لوړپوړی قوماندان د غیر اخلاقی فساد او نشو په علت له کاره ګوښه کړئ شوی دی .
داریکا یوه مشهور لیکوال مائیکل وولف پخپل یوه نوی کتاب او د ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ په برخې کې لیکلی دی ، دعربستان ولی عهد او ټرمپ نزدې ملګری محمد بن سلمان په کوکایینو او د ویډیوئی ګیمونو په نشو روږدی دی .
دصهیونیسټ رژیم وحشی پوځیانو د فلسطین دغزې په پولو کې د بیرته ستنیدا د میلیونی لاریون په درې اویایمې لمانځنې کې په سلګونو فلسطینیان بیا په وینو کې لیت پیت کړل او دغه راز ئې په لسګونو نیولی هم دی خو بیا هم فلسطنیانو هوډ کړی ،دخپلو حقه حقوقو تر رسیدو پورې به په آرام کښې نه نی او خپلو مبارزو او انتفاضې ته به دوام ورکړی .
د ملګروملتو د بشری حقوقو دوروستی راپور په اساس په یمن د سعودی عربستان دائیتلاف حملې ددغه هیواد د سلګونو روغتونو او روغتیائی مرکزونو دچټی کیدا او په کنډوالو دبدلیدو لامل شوی او دا چاره هره ورځ د یمن د دولسو میرمنو او د لسګونو ماشومانو د قربانی کیدا لامل کیږی .
د هندوستان حکومت او وحشی پوځیانو د جمو اوکمشیر دمسلمانانو په ضد دخپلو سختو او جنایتکارو سیاستونو په دوام کې دحسینی دستورو او لاریونونو دمحدودولو فیصله کړې او وئیلی دی ، په دغې سیمې کې به دمحرم دستوروې یوازې تر امامباړو پورې محدودې وی او د محرم دمیاشتې دنه لیدو په پلمې سره ئې د عاشورا ورځ هم دمحرم یولسم ورځ اعلان کړې ده . چې د جمو او کمشیر مسلمانانو دهندوانو ددغه سپیرۀ او ظالمانه اقدام په ردولو سره اعلان کړی ، دخپلو وینو تر وروستۍ قطرې پورې به دحسینی عزادارۍ په پرتم سره له ترسره کولو لاس په سر نشی او لبیک یا حسین ، لبیک یا مهدی او لبیک یا زینب چغې به د جمو اوکشمیر په سړکونو کې له کومې ویرې پرته پورته کړی .
په پاکستان کې د حسینی عزادارس دستورې په پرتم سره دوام لری ، په داسې حال کې چې د تکفیری ترهه ګرو او داعشی جنایتکارو دړکې او پلانونې هماغه راز دوام لری او دحکومتی اورګانونو او پوځی چارواکو هم په دې اړه خبرداری ورکړی دی .
دا هم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی دایران دملی امنیت د لوړې شورا منشی علی شمخاانی د پیّلو او تالی څټو رسندویو له خوا د پروپیګنډیز جنګ سختیدا دایران په ضد دامریکا دترټولو زیات دباؤ سیاست ملاتړ بللی او ټینګار ئې کړی دی ، د امریکا د ډیرزیاتو دباؤنو سیاست د فعال مقاومت له سټراټژۍ سره په ګونډو شوی دی .
د بهرنی سیاست او امنیتی چارو یوه کارپیژاند او شناندی رضانصری ددې خبرې په کولو سره چې اروپا له ایران سره د ډغرې په نتیجو ښه پوهیږی ، وئیلی دی ، دوی ښه پوهیږی چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دړې وړې کیدا ممکنه ده د ا ین پی ټی تړون او هم د ایټمی وسلو د پراختیا دبندیز تړون دړې وړې کیدا په ځان پسې ولری او ددغه حقوقی نظام دړې وړې کیدا به هم دنیا یوه نوی او خطرناک پړاؤ سره مخامخ کړی .
له دې سره په یووخت د ایران دایټمی انرژۍ د ادارې ویندوی بهروز کمالوندی هم په ډاګه وئیلی دی ، که اروپا خپله روده بدله نه کړی ، نو د تخنیکی ژمنتیاؤ پای ته نزدیکیږو، چې بیا به د بیرته ستنیدا لاره هم نه وی . داپه داسې حال کې دی چې د امریکا دفاع وزیرمارک سپیرو له خپل فرانسوی همڅنګ فلورنس پارلی سره په ګډ خبری کنفرانس کې وئیلی دی ، دجامعې نړیوالې ایتمی موافقې داجرائی ژمنتیاؤ دکمیدا په باب د ایران په دریم ګام پورته کولو هیڅ حیرانتیا نه لرو .داپه داسې حال کې دی چې د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس موقته مشر هم د لازیاتو مشورو لپاره تهران ته راغلی او دایران د سوله ایزو ایټمی فعالیتونو او د جامعې نړیوالې ایتمی موافقې د راتلونکی په باب د اسلامی ایران له لوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې کوی.
*****************************
اوس هم ځینی نړیوالې خپرونې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو چې د افغانستان په اړه ئې لیکنې کړی دی ، (البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دی )
انټرنېشنل پالیسی ډایجسټ خپرونې په خپله وروستۍ ګڼې کې د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې موافقې ته په اشارې سره د هغې په وړاندې د روسیې او نورو هېوادونو د دریځ پر څرنګوالی لیکنه خپره کړې ده.
په دې لیکنه کې لولو چې د روسیې فدراسیون وایی، د قطر په خبرو کې شاملو خواوو وړاندیز کړی چې روسیه دې د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې د موافقې ضمانت وکړی او په خپله دې هم موافقه لاسلیک کړی.
د دې خپرونې له لیکنې سره سم، طالبانو د چین په شان له نورو هېوادونو هم غوښتی چې د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړی او په خپله یې هم لاسلیک کړی.
البته د طالبانو هدف څرګند دی، ځکه چې له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته ښایی له دې هېواد سره د امریکا او د هغې د متحدانو مالی مرستې کمې شی او په هغه صورت کې به افغانستان زیاتو مرستو ته اړ وی او ممکن د افغانستان ګاونډی هېوادونه څه نا څه مرسته وکړای شی.
دغې خپرونې په دوام کې لیکلی دی ، البته یوه لویه پوښتنه دا ده چې ایا له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د روسیې، چین، هند او پاکستان په شان هېوادونه به څه غبرګون وښیی؟
انټرنېشنل پالیسی ډایجسټ خپرونه وایی، وروسته له دې چې د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما واک ته ورسېد او اعلان یې وکړ چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه ټول پوځیان باسی، د سیمې هېوادونه په دې پوی شول چې د افغانستان له جګړې د امریکا د وتلو لېوالتیا جدی ده او هغوی په دې برخه کې په تیاریو فکر وکړ.
همدارازد امریکا ولسمشر ټرمپ هم تر انتخاباتو وړاندې په انتخاباتی مبارزو کې ویلی وو چې نور غواړی د خپل هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږد جنګ پای ته ورسوی او خپل هېواد ته د امریکایی پوځیانو د ژر تر ژره بېرته ستنولو غوښتونکی دی، خو د جګړې شرایط د دې سبب شول چې ټرمپ لږ شمېر نورعسکر افغانستان ته ولېږی او اوس هم د انټرنېشنل پالیسی ډایجسټ د لیکوال په باور، د سیمې هېوادونه له افغانستانه د امریکایی پوځیانو د ونلو په اړه ځینی اټکلونه لری، خو دا چې د افغانستان د راتلونکې په اړه به د دوی اټکلونه څومره دقیق وی، د سولې د موافقې له لاسلیکېدو او د دې پروسې له عملی کېدو وروسته به ژر جوت شی.
ډیپلومات خپرونې بیا لیکلی چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د افغانستان موضوع یوه حساسه موضوع ده او داسې ښکاری چې د امریکا ولسمشر هڅه کوی چې خپلو خلکو ته وښیی چې امریکایی پوځیان د خپل تاریخ تر ټولو له اوږدې جګړې خپل هېواد ته راولی.
ډیپلومات لیکی، په دې اړه چې د داعش او د افغانستان او پاکستان ترمینځ د پولو په اوږدو کې د نورو سخت دریځو ډلو برخلیک به څه شی او څرنګه به دا ډلې کنټرول شی، پوښتنې شته چې باید ځواب یې ولټول شی.
د ډیپلومات خپرونې د شنونکی په باور، د دې موافقې په ډیپلوماتیکه برخه کې هم ځینې پوښتنې شته؛ لومړی دا چې طالبان هېڅ ډیپلوماتیکه تجربه نه لری، نو په دې برخه کې به څنګه عمل کوی.
د لیکوال په نظر، د دې جوړجاړی په سیاسی برخه کې د افغانستان د حکومت اندېښنه په ځای ده، په سیمه ییز بُعد کې هم ډېرې پوښتنې شته چې البته ځینو پوښتنو ته به د موافقې د بشپړ متن له افشا کېدو وروسته ځوابونه وموندل شی.