د نړۍ ۵۰هیوادونو د کشمیریانو دکلابندۍ دلغوه کیداغوښتنه کړې
د ملګروملتو د امنیت شورا پریکړه لیکونه په کشمیر سیمې کې د وضعیّت د ټاکلو لپاره په دغې سیمې کې د ټول پوښتنې په ترسره کولو ټینګار کوی ،خو دا هندی حکومت او پوځی ځواکونه دی چې د هند ترکنټرول لاندې په کشمیر کې ئې د مسلمانانو ژوند تریخ کړی او له تیرو څو کلونو راهسې ئې د لسګونو زره بې ګناه مسلمانانو وینه بهولې او خپلو جنایتونو ته هماغه راز دوام ورکوی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د ملګروملتو د بشری حقوقو د کمیټې څه ډپاسه پنځوسو غړو هیوادونو د هند تر کنټرول لاندې د خلکو پخپلو کورونو کې دبندیکیدا سملاسی لغوه کولو غوښتنه کړې ده .
راپور ښئ ، دملګروملتو د بشری حقوقو دکمیشن په غونډې کې دپنځوسو هیوادونو استازو دیوې اعلامیې په خپرولو سره دهندی پوځیانو په لاس د پوځی حکومت او د کشمیر دخلکوپخپلو کورونوکې د بندیکولو د سملاسی لغوه کیدا غوښتنه کړې ده .
په دغې اعلامیې کې د کشمیر دسیاسی بندیانوپر خوشی کیدا او کشمیر ته د مواصلاتی لارو په پرانیستو په ټینګار سره د هندوستان له حکومته غوښتل شوی دی چې په کشمیر کې دې ټول پوښتنه ترسره کړی .
د هندی پوځیانو په لاس په جمو اوکشمیر کې د پوځی حکومت دټینګیدا او د خلکو پخپلو کورونو کې د بندیکیدا کابو څلویښت ورځې تیریږی او دسیمې خلک په تر ټولو ترینګلو شرائطو کې ژوند کوی .
دملګروملتو د امنیت شورا پریکړه لیکونه په کشمیر سیمې کې د وضعیّت د ټاکلو لپاره په دغې سیمې کې د ټول پوښتنې په ترسره کولو ټینګار کوی ،خو دا هندی حکومت او پوځی ځواکونه دی چې د هند ترکنټرول لاندې په کشمیر کې ئې د مسلمانانو ژوند تریخ کړی او له تیرو څو کلونو راهسې ئې د لسګونو زره بې ګناه مسلمانانو وینه بهولې او خپلو جنایتونو ته هماغه راز دوام ورکوی .