هند د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84599-هند_د_افغانستان_د_ولسمشرۍ_له_انتخاباتو_ملاتړ_وکړ
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار وايي، هند په دې باور دی چې د سولې په پروسه کې باید ټول افغاني لوري او منتخب حکومت یوه مهمه برخه وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2019 10:34 Asia/Kabul
  • هند د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو ملاتړ وکړ

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار وايي، هند په دې باور دی چې د سولې په پروسه کې باید ټول افغاني لوري او منتخب حکومت یوه مهمه برخه وي.

 

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم  هند د بهرنیو چارو  د وزارت  ویندوی رویش کمار وویل چې هند د افغانستان په اړه د امریکا او د طالبانو د خبرو تر څنګ ټول بدلونونه له نږدې څاري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار وايي،  هند په دې باور دی چې د سولې په پروسه کې باید ټول افغاني لوري او منتخب حکومت یوه مهمه برخه وي.

 ښاغلي رویش کمار زیاته کړې، چې هېواد یې د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ کوي ځکه چې دوی نه غواړي چې قانوني خلاوې د تروریستانو په ګټه تمامې شي

هند په افغان سوله کې د ټولو لوریو د راشریکولو خبره په داسې حال کې کوي چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې درولي او پر دغه ډله یې د بریدونو زیاتولو ګواښ کړی دی .

ټاکل شوی ده د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د ستمبر په ۲۸ نیټه ترسره شی .