هندی عسکرو په کشمیر کی ۳ ځوانان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84650-هندی_عسکرو_په_کشمیر_کی_۳_ځوانان_ووژل
پولیسو په تاڼی کی د وژل شوی ځوان اخلاق احمد خان کورنۍ ته په ټیلی فون اطلاع ورکړه چی مړې یې د جمو له روغتون یوسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2019 01:24 Asia/Kabul
  • هندی عسکرو په کشمیر کی ۳ ځوانان ووژل

پولیسو په تاڼی کی د وژل شوی ځوان اخلاق احمد خان کورنۍ ته په ټیلی فون اطلاع ورکړه چی مړې یې د جمو له روغتون یوسی .

د کشمیر میډیا سرویس له راپور سره سم د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کی هندی عسکرو په کټهوعه سیمه کی دوه  ځوانان  په ډزو ووژل او بل ځوان یې هم  د جانیپور په تاڼی کې د شکنجې له امله وژلی دی .

پولیسو په تاڼی کی د وژل شوی ځوان اخلاق احمد خان کورنۍ ته په ټیلی فون اطلاع ورکړه چی مړې یې د جمو له روغتون یوسی .

په کشمیر کی د ګرځبندیز ۴۲ ورځې کیږی او واټونه هماغه راز خالی دی ، تجارتی مرکزونه او دوکانونه بند دی او خلک د خپلوخپلوانود جنازې په دستورو کی د ګډون اجازه هم نلری .

په کور ونو کی د خوړو څښاک څیزونه ختم شوی دی همداراز دارو درمل هم ختم دی او خلک له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی .