ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85116-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم مطالب، مقالې او تبصرې
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 09, 2019 14:17 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم مطالب، مقالې او تبصرې

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په وړومبي مخ یې د ساینس او ټیکنالوجۍ د شرکتونو له نندارتونه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د پرونۍ کتنې خبر ته پوره انعکاس ورکړی دی.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرون سحر په امام خميني(رح) نومې امامباړه کښې د ايران د سائنس او ټېکنالوجۍ د شرکتونو د نندارتون په کتنه کښې له تيلي اقتصادو او د هغو له کلتوري عوارضو څخه په تېرېدو تاکيد وکړ.

د معظم رهبر د دفتر د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې په دغه کتنه کښې حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د سائنس او ټکنالوجۍ له دېرشو سټالونو څخه د کتنې او له يو شمېر ماهرينو او محقيقنو سره د خبرو اترو ترڅنګه د سائنس او ټېکنالوجۍ له نويو لاسته راوړنو او د ايراني ځوانانو او ماهرانود تجارتي کونکو پروژو په اړه يې آګاهي حاصله کړه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر له تيلي اقتصادو او د هغو له کلتوري عوارضو څخه په تېرېدو باندې په تاکيد سره وفرمايل، په ننني نندارتو کښې د ځوانانو يوه ګيله دا وه چې ځينې کسان په حکومتي ادارو کښې د هغوي هم هغه لاسته راوړنې يا توليدات له بهر څخه راغواړي چې دا چاره د تيلي اقتصادو د کلتور نتيجه ده او پکار دي دغه غلط نظر اصلاح کړے شي.

حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د سائنس او ټېکنالوجۍ مرستيال ته په خطاب کښې وفرمايل، پکار دي اجازه ورنه کړې شي چې د  فعالوځوانانو مخې ته دا ډول خنډونه پېدا کړې شي، هر څومره چې کېدې شي په دې لړ کښې  کوشش وشي ، زۀ به هم هرڅومره چې کيږي په دې لړ کښې مرسته وکړم.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګ له ماهرينو او محقيقنو او د نندارتون له کارکونکو څخه قدرونه وکړه.

د دغې کتنې په يوه برخه کښې د ايران د ولسمشر د سائنس او ټېکنالوجۍ مرستيال سورنا ستاري بنيادي سائنسي اقتصادو لور ته له تيلي اقتصادو څخه د تېرېدو لپاره د دغه معاونت د پالېسيو او پروګرامونو يو رپوټ وړاندې کړ او وې ويل، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په اجازې سره د ملي ترقۍ له صندوق څخه ډېره ښه مرسته د هېواد د سائنسي برخې په اختيار کښې راغله چې په دغې مرستې سره د هېواد د اقتصادو د پياړي کولو او له بنديزونو سره د مقابلې لپاره د سائنس او ټېکنالوجۍ پلانونو زيات کيفيت او چټګتيا پېدا کړې ده.

مردم سالاري:

د تهران چاپ مردم سالاري ورځپاڼې بیا (له عربستان سره د مذاکرې لپاره د تهران شرط) تر عنوان لاندې خبر کښې لیکلې دي چې د ايران خارجه وزير وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د سيمي د امنيت د ټينګښت لپاره له ګاونډيانو سره ملګرتيا او تعاون ته چمتو دی.

محمد جواد ظريف له ايران سره د مېنځګړيتوب لپاره له عراق او پاکستان څخه د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د غوښتنې په غبرګون کښې وويل: په داسې حالاتو کښې چې  له ايران سره خبرو اترو ته د سعوديانو دلچسپي پېدا شو ه نو که د سيمې مسائل د خلقو د قتل عام پر ځاې د خبرو اترو د مېز له لارې هوارول وغواړي نو د ایران  اسلامي جمهوريت به په قطعي توګه له ځان سره مل او ملګری ولري.

ظريف تاکيد وکړ، له ګاونډيانو سره ملګرتيا او د سيمې د امنيت ټينګښت تل د ايران رسمي او سرکاري موقف دی او د ايران ولسمشر هم په دې لړ کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې «د اميد ائتلاف» او «د هرمز صلح» نومې منصوبې اعلان کړې.

کیهان:

له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼه ګورو او ځینو بهرنیو خبرونو ته یې یوه ځغلنده کتنه کوو چې وړومبی سرټکی یې د عراق د تیرو ورځو ناکراریو ته بیل کړی او لیکلې یې دي چې عراق په تیرو ورځو کښې د خلکو د اعتراضونو کتونکی و چې په کښې یو شمیر کسان مړه او ژوبل شول.

د دې په خوا کښې یو بل خبر وايي، د ګډوډي جوړونکو په پيژندل کیدو سره د عراق په پلازمینې بغداد او جنوبي ولایتونو کښې ارامښت ټینګ شو.

 د عراق وزیراعظم عادل عبدالمهدي په خپل هیواد کښې پس د یوې اونۍ له ناکراریو د ارامښت د ټینګیدو خبر ورکړ او ویې ویل: حکومت د معترضانو د روا غوښتنو د پوره کولو لپاره خپل کوشش جاري ساتي.

له بلې خوا د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوتریش خبرداری ورکړی چې دغه سازمان له ۲۳۰ میلیون ډالره خسارې سره مخامخ دی او احتمال شته چې د روان میلادي کال تر پاې یې خزانه بیخي تشه شي.

هم داشان د امریکې کانګرس ویلي چې په ۲۰۱۹ کال کښې د فیډرل بودجې خساره ۹۸۴ میلیارډ ډالرو ته رسیدلې چې په تیرو اوو کلونو کښې د مالي خسارې ترټولو لوړ حد دی.

اخو د صهیونیسټي رژیم  په پوځ کښې د غزې د کنډکونو قومندان جنرال الیعازر طولیدانو د غزې د تړانګې اوسیدونکي د ۱۰۰۰ ټنیز بم په حملې وګواښل.

او امریکې په یمن کښې د عربستان له ګیرولو وروسته، ترکیه په سوریې کښې په دام کښې ونښلوله.

خبر زیاتوي چې د شام په خاوره کښې دننه د ترکیې د پوځي یونټونو پرمختګ له پراخو سیمه ایزو او نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شو او کارپوهان وايي چې انقره په دې کار سره د امریکې له خوا غولیدلې او ځان یې د سوریې په لومه کښې ګیر کړ.

کابل چاپ

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګنو کې د بیلابیلو مسایلو لکه، انتخابات، په غزني ولایت کې د پرونۍ چاودنې او القاعده ډلې سره د طالبانو د اړیکو په اړه لیکنې او سرمقالې خپرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د انتخاباتو کمیسیون له لویې ستونزې سره مخ دی، د بیومټریک سرور سیستم خراب شوی او درملوک کمپنۍ له جرمني نه انجنیران ورته راغوښتي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، د سرور د خرابېدو وروسته دا خبره درنه ده چې د هندي هکرانو له خوا یې د هک کېدو هڅه شوې.

په سرمقاله کې ویل شوي، دا پېښې د بېسارو درغلیو او او لاسوهنو ګواهي ورکوي چې طبیعي ده پایلې به یې هېواد ته ډېرې ناوړې او ناولې وي.

ویسا وړاندې لیکي چې د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو اندېښنې ښيي چې د انتخاباتي کمیسیونو غړي له سفارتونو سره اړیکي لري چې دغه خبره خپله د ناورین مقدمه کېدلای شي.

سرمقاله لیکونکی وايي، زمونږ چارواکو ته بهرني سفارتونه د لانجې د حل مرجع ښکاري، خو په خبره یې، له همدې لوري زمونږ نظام کاواکه شوی، په ولس کې یې اعتبار ته زیان رسېدلی او ستونزې مو ډېرې شوې دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې د غزنی پوهنتون په یو درسي صنف کې د پرونۍ چاودنې په اړه چې ۲۳ محصلان په کې تپیان شول، لیکنه خپرې کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، د پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی خو حکومت د طالبانو کار بللی دی.

سرمقاله لیکونکی زیاتوي، دا څوک دي چې شعور یې دومره ټيت دی چې پر داسې کسانو برید کوي، کوم چې غواړي په راتلونکي کې ښوونکي واووسي.

ورځپاڼې پوښتنه مطرح کړې چې ایا دا کار د مسوولانو له همکارۍ پرته شونی دی؟