ترکیې د سوریې په خاورې پراخ یرغل پیل کړ
-
ترکیه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو په ماتي خوړلو سخت خپه او اندیښمنه ده .
فارس خبری اژانس راپور ورکړ د ترکیې دفاع وزارت د سوریې شمال ته دخپل هیواد د پوځیانو د ورننوتلو د کار د پیلیدا خبر ورکړ .
د ترکیې دفاع وزارت وویل د دغه هیواد پوځیان بیګا د سوریې خاورې ته ورننوتلی دی .
دترکیې دفاع وزارت زیاته کړه چې پوځیان یې د سوریې په خاوره کښې د پرمختګ په حال کښې دی .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون مازیګر د سوریې له کردانو سره د مبارزې په پلمه ددغه هیواد په شمال کښې د پوځی عملیاتو د پیلیدا خبر ورکړ .
د ترکیې د ولسمشر مرستیال«فواد اوکتای »هم د سولې د سرچینې په نوم د پوځی عملیاتو په رسمی ډول له پیلیدا وروسته ادعا وکړه د ترکیې د عملیاتو هدف سوریې ته د سولې ورستنول دی .
دنړۍ ډیرو هیوادونو د سوریې په شمال کښې د ترکیې پوځی عملیات په پراخ ډول غندلی دی .
دسوریې چارواکو ټینګار کړی دی چې د خپلې ملی واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع به وکړی .
د سوریې کرد ډیموکراټیک ځواکونو هم ویلی دی د ترکیې حمله به په یوه(۱) بشپړه جنګ بدله کړی .
د ترکیې پوځ په تیرو دریو (۳)کلونو کښې څو ځله د سوریې په خاوره پوځی تیری کړی دی .
ترکیه له سعودی عربستان، امریکا، انګلستان ، فرانسې ، اردن ، اسرائیلو ، متحده عربی اماراتو او ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونو سره یوځاې په سوریې ،عراق ، لیبیا ، قفقاز سیمه او نورو ډیرو هیوادونو کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی ، پوځی اواستخباراتی مرستې کوی .
ترکیه په سوریې د ترهګرو ډلو په ماتی خوړلو سخت خپه او اندیښمنه ده .