په سوریې د ترکیې تیری غبرګونونه راپارولی دی
-
سوریې ته د ترکیې د پوځیانو ورننوتل به د پراخو انساني او مادي تاوانونو د رسیدا سبب شي .
زمونږ خبریال وایی د سوریې په خاوره د ترکیې پوځی تیری له پراخو نړیوالو غبرګونو سره مخ شوی دی .
د جرمنی خارجه وزیر هایکو ماس پرون د سوریې په شمال کښې د ترکیې دپوځی عملیاتو په سخته دغندلو په ترڅ کښې د دغو بریدونو د سمدستی بندیدا غوښتنه وکړه .
فرانسې هم د دغه حملې د غندلو په ترڅ کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې د جوړیدا غوښتنه وکړه .
بریتانیا هم دسوریې په شمال د ترکیې په برید د غور لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې د ترسره کیدا غوښتنه وکړه .
د روسیې د ولسی جرګې دوما مشر ویاچسلاو ولودین (Vyacheslav Viktorovich Volodin) هم له نړیوالو ټولنو او په تیره بیا د ملګروملتونو د امنیت شورا له دائمی غړو هیوادونو وغوښتل د سوریې او د ترکیې په سرحد کښې د تاوتریخوالی د هواری لپاره غونډه وکړی .
د ایټالیا لومړی وزیر جوزپه کونټه(GluseppeConte) هم وویل د سوریې په شمال کښې د ترکیې پوځی عملیات به ملکی وګړو ته تاوان ورسوی او دغه عملیات په سیمه کښې د بې ثباتۍ د رامینځته کیدا سبب کیږی .
په عین حال کښې د امریکا د مشرانو جرګې غړی لینډسی ګراهم ادعا وکړه زه به په ولسی جرګې کانګرس کښې ټوله هڅه وکړم چې ترکیه د سوریې د کردانو پرضد د پوځی عملیاتو په خاطر درنه بیه ورکړی .
د هالینډ حکومت هم دسوریې د کردانو پرضد د ترکیې په پوځی عملیاتو اعتراض کښې د ترکیې سفیر احضار کړ .
مصر هم دسوریې په شمال کښې د ترکیې په پوځی عملیاتو د غور لپاره د عربو اتحادیې او د ملګروملتونو دامنیت شورا د بیړنۍ غونډې د جوړیدا غوښتنه وکړه .
اروپایی اتحادیې هم په ترکیې غږ وکړ چې په سوریې کښې یواړخیزه پوځی اقدامات بند کړی .
د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش هم په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا ته د ترکیې د احترام غوښتنه وکړه .
د لبنان خارجه وزارت هم د سوریې په شمال کښې د ترکیې دپوځ عملیات وغندل او هغه یې په یوه (۱) ورور عرب هیواد تیری وباله .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت هم په تیرې سه شنبې ورځ په یوې (۱) بیانیې کښې د سوریې په خاروه کښې له هر ډول احتمالی پوځی عملیاتو سره د مخالفت په ترڅ کښې وویل سوریې ته د ترکیې د پوځیانو ورننوتل به د پراخو انسانی او مادی تاوانونو د رسیدا سبب شی .
دفینلینډ حکومت هم په سوریې د ترکیې د حملې په غندلو سره وویل چې دغه هیواد به ترکیې ته د وسلو صادرول بند کړی .