دسوريې په خاوره د ترکيې فوځي حملو ته د کُردوځواب
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85181-دسوريې_په_خاوره_د_ترکيې_فوځي_حملو_ته_د_کُردوځواب
د سوريې خلق مدافع يونټونود سوريې په شمال ختيځ د ترکيې د فوځ حملوته په ځواب کښې د ترکانو په پوله ايز ښار توغنده اي او هاواني حملې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2019 09:32 Asia/Kabul
  • دسوريې په خاوره د ترکيې فوځي حملو ته د کُردوځواب

د سوريې خلق مدافع يونټونود سوريې په شمال ختيځ د ترکيې د فوځ حملوته په ځواب کښې د ترکانو په پوله ايز ښار توغنده اي او هاواني حملې وکړې.

د روسيااليوم ټي وي چېنل د رپوټ له مخېد ترکيې په جنوب ختيځ کښې د ماردين د ګورنر دفتر بېګا اعلان وکړ، د سوريې خلق مدافعو يونټونوپه  ترکيې کښې په نصيبين پوله ايز ښار په توغنديو او هاونونوسره حمله وکړه چې له امله يې لږ تر لږه اته تنه مړۀ او پينځه دېرش نور ژوبل شول.

له بلې خوا د سوريې کرُد ځواکونو اعلان وکړ، د سوريې په شمال او شمال ختيځ کښې يې د ترکيې دوه سوه دوه څلوېښت فوځيان وژلي دي.

همدارنګ د ترکيې د دفاع وزارت هم ادعا وکړه د سوريې په شمال د دغه هېواد دحملې له شروع نه تر اوسه تقريباً څلور سوه کُرد فوځيان وژل شوي دي.

ترکيه د ترکيې د کردستان د کارګرانو ګوند پي کے کے او د سوريې د خلق مدافع اي پي جي ترهه ګرې ډلې بولي.

د سوريې په شمال ختيځ د ترکيې د فوځ پراخه عمليات د تېرې  چارشنبې له ورځې له ترهه ګرو سره د مقابلې  او له کُردو ملېشاو څخه  د سوريې او ترکيې د پولو د پاکولو په بهانه شروع شول او هم هغه شان دوام لري.

د سوريې چارواکو د پراخو سيمه ايزو او نړيوالو غندنو په ملتيا سره د ترکيې د دغه فوځي تيري په غندلو سره تاکيد وکړ،سوريان به له خپلې زمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت څخه کلکه دفاع وکړي.