ایران او پاکستان دې له سیمه ایزو ظرفیتونو ګټه پورته کړي
د ایران او پاکستان د پارلیمانونو مشرانو د نړیوالې بین المجالس اتحادیې د یو سل یوڅلویښتمې غونډې ترڅنګ د دواړو هیوادونو د اړیکو په تیره بیا په اقتصادي برخه کښې یې د تعلقاتو په ژوریدو ټینګار وکړ.
ایرنا لیکلې دي چې علي لاریجاني پرون مازیګر په بلګراډ کښې د نړیوالې بین المجالس اتحادیې د ۱۴۱ غونډې تر څنګ د اسد قیصر په کتنه کښې د ایران او پاکستان ترمینځ ګډ کلتور او دریځونو ته په اشارې سره وویل: په ایران کښې پاکستان ته په مثبته او درنه سترګه کتل کیږي.
هغه د کشمیر په سر د هند او پاکستان ترمنیځ په موجودو اختلافاتو پورې د اړوندو مشکلاتو د هواریدو په هیلې سره زیاته کړه: د ایران او پاکستان ترمینځ په اقتصادي برخه کښې کم تحرکات لیدل کیږي په هم دې وجه باید مرسته وشي چې د سیمې دا دواړه مهم هیوادونه د یو بل له ظرفیته لازیاته ګټه واخلي.
په دغې غونډې کښې د پاکستان د پارلیمان مشر هم د کشمیر له مسئلې د ایران د ملاتړ او تهران ته په وروستي سفر کښې د پاکستان د وزیراعظم د ښه هرکلي په مننې سره، د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیا زیاتیدل د ایران او پاکستان د پراختیا او ترقۍ په ګټه وبلل.
هغه هم داشان لاریجاني ته پاکستان ته د سفر بلنه ورکړه او ویې ویل: په دې سفر سره اړونده ارګانونه لاښې او زیاتې ملګرتیاوې لرلی شي.