د کشمیر په هکله به د ملایشیا سیاست دوام ولري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85411-د_کشمیر_په_هکله_به_د_ملایشیا_سیاست_دوام_ولري
د ملایشیا وزیراعظم وویل: د هندي سوداګرو له خوا د پالم غوړو د اخیستو بایکاټیدل، د کشمیر په وړاندې د نوي ډیلي په اقداماتو باندې زمونږ په انتقادي دریځ کښې هیڅ بدلون نه شي راوستی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2019 04:18 Asia/Kabul
  • د کشمیر په هکله به د ملایشیا سیاست دوام ولري

د ملایشیا وزیراعظم وویل: د هندي سوداګرو له خوا د پالم غوړو د اخیستو بایکاټیدل، د کشمیر په وړاندې د نوي ډیلي په اقداماتو باندې زمونږ په انتقادي دریځ کښې هیڅ بدلون نه شي راوستی.

د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې ماهاتیر محمد پرون د ملایشیا په پارلیمان کښې د کشمیر په وړاندې د دغه هیواد د دریځ په نه بدلیدو باندې په ټینګار سره خبریالانو ته وویل: ټولو ته پکار دي چې د ملګرو ملتو د ټولو پریکړه لیکونو احترام وکړي او پیروي یې وکړي او که داسې نه وي نو بیا د ملګرو ملتو کارنده والی او استفاده څه ده؟

د ویلو ده چې د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د ماهاتیر محمد له هغو وروستیو څرګندونو وروسته چې ویلې یې وو، هندوستان په کشمیر حمله کړې او هغه یې نیولی دی، د هند د نباتي تیلو د تجارت ادارې وړمه ورځ (د اکتوبر په ۲۱) د دغه سازمان له غړو وغوښتل چې له ملایشیا څخه د پالم غوړو اخیستل بند کړي.