د حضرت محمد(ص)د تلین او د امام حسن(ع)دشهادت په مناسبت تسلیّت
د تهران ریډیو د پښتو خپرونې درست کارکونیکی په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې تسلیّت وائی .
د ایران د اسلامی جمهوریت پشمو ل د نړۍ زیاتره هیوادونه د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د رحلت او د حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د شهادت په شپه په ویر او ماتم کې ډوب دی او په دې مناسبت دستورې جوړې شوی دی .
د صفرې اته ویشتمه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر او همداراز د هغه بزرګوار د یوه پاک لمسی حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام دشهادت کلیزه ده .
په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام مینه وال د ویر دستورې جوړوی او وینا و ال د اهل بیت علیهم السلام په سیرت او ځانګړتیاؤ او دهغوی په غوره اخلاقو او رودو رڼا اچوی او مینه وال هم ورځینی خپل زړونه خړوبوی . بیګا په درست ایران کې د حضرت امام رضا علیه السلام ، حضرت بی بی معصومه سلام ا.. علیها دسپیڅلو حرمیّنو ، جوماتونو ،امامباړو او عبادت ځایونو کې په دې اړه دغم او ویر دستورې جوړې شوې او عزداری ترسره شوه.
د تهران ریډیو د پښتو خپرونې درست کارکونیکی په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې تسلیّت وائی .

