په سعودي او اماراتو د ترکيې د خارجه وزير نيوکه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85598-په_سعودي_او_اماراتو_د_ترکيې_د_خارجه_وزير_نيوکه
د ترکيې خارجه وزير په مختلفو موضوعاتو کښې د سعودي او اماراتو په دريځونو باندې په نيوکې سره وويل، سعودي پکار دي سعودي په يمن باندې د حملې په وجه مواخذ کړې شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2019 12:51 Asia/Kabul
  • په سعودي او اماراتو د ترکيې د خارجه وزير نيوکه

د ترکيې خارجه وزير په مختلفو موضوعاتو کښې د سعودي او اماراتو په دريځونو باندې په نيوکې سره وويل، سعودي پکار دي سعودي په يمن باندې د حملې په وجه مواخذ کړې شي.

مولود چاووش اوغلو پرون په يوه وېنا کښې وويل، په يمن کښې د سعودي د فوځي حملې او اقتصادي محاصرې او د لوږې او په وبا د اخته کېدو له کبله په زرګونو کسان وژل شوي دي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير د ترکيې په استنبول کښې د سعودي په کنسولګرۍ کښې د سعودي جرنلېسټ او په حکومت نيوکه کونکي جمال خاشقجي د وژلې په اړه هم وويل: سعودي د قاشقجي قتل د ځان او ترکيې ترمېنځ په يو بحران بدل کړ او انقره به هيڅکله په دغه جنايت سترګې پټې نه کړي.

په آل سعود نيوکه کونکے جرنلېسټ جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په دويمه نېټه د ترکيې په استنبول کښې د سعودي کنسولګرۍ ته له ننوتلو وروسته بې درکه شو او سعودي چارواکو د څو هفتو له تکذيبه وروسته بالاخره اعتراف وکړ چې دغه جرنلېسټ د ترکيې په استنبول کښې د سعودي په کنسولګرۍ کښې دننه قتل شوے دے.

چاووش اوغلوهمدارنګ د فلسطين د قضيې په اړه هم وويل، سعودي په اردن او د فلسطين په کورواکوتشکيلاتو دباو راوړي چې هغوي دې د قدس شريف د موضوع په اړه خاموشي اختيار کړي.

د ترکيې د خارجه وزير دغه وېنا په داسې حال کښې کيږي چې په سعودي او اماراتو باندې تل په يمن کښې د بشري جنايتونو او د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ کولو په زمينه کښې د سيمې او نړۍ د خپلواکو لوبغاړو لخوا نيوکه شوې او کيږي. په يمن  باندې د سعودي د حملو او د ړندو سترګو او بې هدفه بمباريو له کبله په زرګونو تنه وژل شوي دي. همدارنګ د دغو حملو په وجه د ماشومانو په شمول په ميلينونو تنه له سختو ناوړو خوړو سره مخامخ شوي دي.

همدارنګ د خاشقجي قتل چې زياتې نړيوالې نيوکې پرې شوې دي، په سعودي کښې د آل سعود د حکومت لخوا د مخالفينو بې رحمانه قتل عامونو يوازې يوه نمونه ده.

خو اوس پکار دي دا پوښتنه مطرح شي چې ولې ترکيه له دغو مسائلو نه د خبرېدو باوجود هم هغه شان له دغو دواړو هېوادونو سره د اقتصادي تعلقاتو په جاري ساتلو ټينګار کوي. ترکيې په ۲۰۱۸ کال کښې له سعودي سره تقريباً پينځه ميليارډ ډالره اقتصادي مبادله او له اماراتو سره تقريباً اوۀ ميليارډ ډالرو اقتصادي مبادله لرلې ده. يو داسې سياست چې  د ترکيې او صهيونېسټ رژيم په اړه هم ليدل کيدې شي.

له بلې خا پکار دي له ترکيې څخه دا پوښتنه اوشي چې آيا د دغه هېواد د ځواکونولخوا د سوريې په شمال باندې حمله او د سوريې د حاکميت خلاف ورزي په يمن باندې د سعودي او اماراتو د اقدام په څېر اقدام نه دے. ترکيه که څه په سعودي او اماراتو باندې د نيوکې له لارې په عربو هېوادونو کښې د خپل نفوذ پېدا کولو په لټه کښې ده، خو دا مسئله پکار دي په نظر کښې ولرلې شي چې له دغو دواړو هېوادونو څخه د بيل شان چلند غوره کول د سعودي او اماراتو له اقداماتو سره په مقابله کښې ترټولواصلي اقدام دے.

-------------