ترکيې خپلو هېوادونو ته د بهرنيو داعشيانو په ستنولو تاکيد وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85767-ترکيې_خپلو_هېوادونو_ته_د_بهرنيو_داعشيانو_په_ستنولو_تاکيد_وکړ
د ترکيې د کورنيو چارو وزارت يو ځل بيا خپلو هېوادونو ته د داعش ترهه ګرې ډلې د بهرنيو غړيو د ستنولو په لازموالي تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2019 01:50 Asia/Kabul
  • ترکيې خپلو هېوادونو ته د بهرنيو داعشيانو په ستنولو تاکيد وکړ

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت يو ځل بيا خپلو هېوادونو ته د داعش ترهه ګرې ډلې د بهرنيو غړيو د ستنولو په لازموالي تاکيد وکړ.

د روئټرز د رپوټ له مخې سليمان سويلو پرون وويل، د ترکيې حکومت د ګل په ورځ د داعش ترهه ګرې ډلې بهرني غړي خپلو هېوادونو ته ستنوي.

هغه زياته کړه، حتی هغه داعشيان چې په خپلو هېوادونو کښې يې شهريت لغو شوے دے هم ستنولې شي.

سليمان سويلو څو ورځې مخکښې هم ويلي وو چې ترکيه د داعشيانو هوټل نه دے او انقره به د دغې ترهه ګرې ډلې اروپائي غړي خپلو هېوادونو ته ستانۀ کړي.

د سوريې په شمال کښې د ترکيې د فوځي عملياتو د شروع کېدو له وخت نه د ترکيې لخوا د داعش تکفيري ډلې د لسګونو غړيو د نيول کېدو خبرونه خپارۀ شوي دي.