د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85795-د_تهران_او_کابل_چاپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو تر پایه راسره ملۀ ووسئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 10, 2019 09:38 Asia/Kabul
  •  د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو تر پایه راسره ملۀ ووسئ .

دوستانو له دې مخکې چې  ستاسو خدمت ته نننۍ ورځپاڼې وړاندې کړو ،باید ووایو چې  د اسلام دګران پیغمبر   حضرت محمد مصطفی (ص)  دنیکمرغه زوکړې شپې ورځې  او دغه راز د وحدت اونۍ لومړنۍ ورځ  ده او په  ځینو هیوادونو کې د اهل سنت  د اعتقاداتو په اساس نن د  اسلام د ګران پیغمبر  دنیکمرغه زوکړې ورځ لمانځل کیږی  او په افغانستان کې هم پرون لمانځل شوې ده،نو دتهران ریډیو درست  کارکونکی  په دې مناسبت  د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو  دوستانو ته د زړه له کومې مبارکی وائی .

              دا هم د تهران   چاپ جمهوری  اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې ننۍ ګڼې کې ئې  لیکلی دی،د ایران دا سلامی جمهوریت  د ایټمی  انرژۍ  د ادارې ویندوی بهروز کمالوندی وئیلی دی ،  د اسلامی ایران د یورانیمو پخول  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  مخکې وخت  اندازې ته ورنزدې شوی دی او  په ډیر لنډ وخت کې به د تیروخت بډای کولو اندازه  بیرته ترلاسه شی .

ورخپاڼه په دوام کې لیکی،د ایران په آذربایجان شرقی ولایت کې  د پنځه اعشاریه نهه ریشتره زلزلې دوې ورځې تیرې شوی  او  د  ایران د بیړنیو مرستو ادارې ، وسلوال پوځ ، ځای  مدنی ټولنو او دغه راز د نورو رسمی اوغیر رسمی  اورګانونو او ټولنو له خوا  د زلزله ځپلو خلکو سره مرستې هماغه راز دوام لری . وئیل کیږی ، په دغې  زلزلې کې د آذربایجان شرقی ولایت کابو پنځه کسان  په حق رسیدلی او دغه راز څه دپاسه سل نور ټپیان شوی وو ، چې د زیاتره ټپیانو درملنه شوې او یو شمیر کسان په روغتونونو کې بستری دی .

 همداراز ورځپاڼه په دوام کې لیکی ،د الجزایر یوه پوه او تکړه لیکوال اوشناندی  د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ  سید حسن نصر ا...  شخصیّت ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، سید حسن نصر ا... یو لوی شخصیّت دی  او که  دغه شخصیّت په لویدیځوالو کې وائ ،نو  حتما به  غوره شخصیّت ګرځولی وائ او ددغه شخصیّت  مجسمې به ئې جوړې کړی وائ .

د یمن د ځوانانو  شورا هم د یمن په جنوب کې د قدرت د ویشلو لپاره د عربستان  او متحده عربی اماراتو   ترمینځ  شوی موافقه  چې د ریاض په موافقې مشهوره شوی ،  د اماراتو نیواکګرۍ  ته ډالۍ او د ډیرو ترینګلتیاؤ او کشمکشونو  لپاره  یوه سریزه  بللې او وئیلی ئې دی ،  دیمن ولس به هیڅکله هم نیواکګرو ته ددغه شان اقداماتو دعملی کولو اجازت ورنکړی .

 د عراق لومړی وزیر  عادل عبدالمهدی  د دینی مرجعیّت  وروستۍ خطبه چې  د جمعې په ورځ  وړاندې شوی ، غبرګون ښودلی  او  دا ئې د خیر او  برکت  زمینه بللې چې باید ورباندې جدی عمل وشی .

 د پرینسټن پوهنتون  څیړاند او  د ایران د ایټمی مرکچی ټیم  پخوانی  غړی  سید حسین موسویان په یوې مقالې  چې په المانیتور خپرونې کې  خپره شوی ،لیکلی دی ،   د ایران له خوا د هرمز  سولې نومې  وړاندیز د فارس خلیج د حوزې د  هیوادونو  ګټې تضمینوی .

         دا هم  د تهران کیهان ورځپاڼه ده  چې  لیکلی ئې دی ،  په امریکا  کې  رسمی سرچینو د ټویئټر ټولنیز چینل  د نوو رسوایانوپه باب یو شمیر جزیات  خپره کړی ، چې ښئ ،  ددغه ټولنیز چینل ځینو  کارکونکو  د څو لکو ډالرو  د ترلاسه کولو په وړاندې ،  د نیوکه کونکو  په پیژندنې او  ځپنې کې له آل سعود رژیم سره  ډیره مرسته کړې ده .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د فرانسې خبری سرچینو  په روستیو راپورونو کې ایشوا کړې چې  ددغه  هیواد پولیسو  د فرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون په اقتصادی سیاستونو د نیوکه کونکی  د زیّړو جیکټونو د غورځنګ  چې د  ۲۰۱۸کال د نومبر په اولسمه نیټه پیل شوې تر دې دمه ئې ، څه دپاسه  لس  زره کسان نیولی  او له هغوی ئې  کابو څلور سوه کسان محاکمه کړی ا وزندان ته ئې منتقل کړی دی .  

  ورځپاڼې په دوام کې زیاته کړې ،د ویکی لیکس  ایشواکونکی انټرنیټی سایټ د هغه بنسټګر  جولیّن  آسانژ پلار چې د امریکا د  پټو  اقداماتو او کړنو د ایشوا کونې په جرم  په انګلستان کې بندی دی ،   په دوهم ځل  وئیلی دی ، چې د هغه زوی  په زندان کې د مرګ له خطرې سره مخامخ دی  او که  د بشری حقوقو  نړیواله اداره  د هغه په باب کوم جدی فکر ونه کړی ،نو ممکنه ده آسانژ  به ډیر زر خپل ژوند له لاسه ورکړی .

 الاخبار ورځپاڼې  ایشواکړې ، داروپائی هیوادونو زیاترو مسئولانو په ډاګه کړې ،په لبنان کې به د نوی حکومت د جوړولو لپاره د سعد حریری  دهلوځلو  هاله مالی ملاتړ وکړی ، چې  هغه د حزب ا...  غورځنګ د حکومت  له جوړښته وباسی .خو ځینی  سرچینې وائی  سعد حریری په ډاګه کړې ده چې دی  ددغه شان حکومت د جوړولو جوګه نه دی .

 د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  چې  د انتخاباتی تبلیغاتو لپاره ددغه هیواد آټلانټا ښار ته په سفر تللی ؤ ،  دز رګونو خلکو: ټرمپ دې د ګند ټوکرئ ته وغورځول شی : ، هغه ته دې بندی کړائ شی ، په څیر له شعارونو سره  مخامخ شوی دی .

د ملګرو ملتو کارپیژاندو د مصر د زندانونو او د وحشی ډوله نیونو مدیّریت، ددغه هیواد دپخوانی ولسمشر محمد المرسی د مرګ عامل اعلان کړی دی.

 او د یمن په میلیونونو خلکو پرون د  اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت  د دغه  هیواد په ډ یرو زیاتو ښارونو او ښارګیو کې جشنونه   ولمانځل او ولولناک لاریونونه ئې ترسره کړل .

          دا  هم د تهران  ایران ورځپاڼه ده چې  پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د هندوستان سترې محکمې یا سپریم کورټ  د هندوانو او مسلمانانو ترمینځ د  اویا کلنې شخړې  په ختمولو سره د افراطی هندوانو په ګټه فیصله  کړې او د د مسلمانانو بابری مسجد په ځای ئې د رام مندر جوړولو  حکم صادر کړی دی  چې   دنړۍ په تیره بیا  په هندی مسلمانانو کې ئې  ډیر غبرګونونه  راپارولی دی  .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی،د ختیځ جرمنی  لیرې کړائ شوی تر ټولو  وروستی   لومړی وزیر هانس مودرود برلین د دیوال د نړیدا  د دیرشمې کلیزې په مناسبت  په سختو ټکو سره وئیلی دی ،  چې  دا دیوال ډیر ګټه ور ؤ  او د ختیځ او لویدیځ جرمنی په یو ځای کیدا سره ختیځ جرمنی  هیڅ ګټه نه ده کړې او  سربیره ئې ډیر تاوانونه  اوکړاؤنه هم ګاللی دی .

 د سورئې پوځ او د مقاومت چورلیز ځواکونو  په الحسکه او ادلب ولایتونو کې په ګډو پاکونکو عملیاتو کې د تکفیری ترهه ګرو یو شمیر پټنځایونه او مرکزونه  تباه کړی او دهغوی په لسګونو جنایتکار ترهه ګر ئې هم هلاکا او ټپیان کړی دی .

 دپاکستان  سیاسی حالات یو ځل بیا د ترینګلتیا په لور روان دی او  وئیل کیږی ، چې د  عمران خان  په مشرۍ د حکومت په ضد داپوزیشن لوری زیاتره ګوندونه  د نوو پارلیمانی انتخاباتو  دترسره غوښتنې کوی او دغه راز ددغو  اعتراضونو په دوام کې له تیرو  لسو ورځو راهسې  ددغه هیواد په  پلازمینې  اسلام اباد کې  د جمعیت علمای اسلام ف څانګې په مشرۍ د اپوزیشن لوری پرلت وهنې دوام لری او  حکومتی لوری ته ئې ګواښ کړی چې  که  په راتلونکو څو ورځو کې  استعفی  ورنکړی او په راتلونکو څو میاشتو کې د نوو انتخاباتو  د ترسره کیدا  ژمنه ونه کړی ،نو دحالاتو د ترینګلتیا مسئولیّت به د  حکومت او پوځ په  غاړه وی .

  د افغانستان   په زیاترو سیمو کې یو ځل بیا  دحکومتی  او بهرنیو عسکرو په ضد  د مخالفانو په تیره بیا دطالبانو ډلې له خوا بمی چاودنې او حملې  په زیاتیدو دی او داسې کومه ورځ نشته چې  ددغه  هیواد بې ګناه خلک ددغو شخړو قربانی نشی .

          اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، ( البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل  دریځونه دی )

د کابل چاپ  ځینو نننیو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره حده د افغانستان د  ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رأیو د بیا شمېرنې په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دی.

وېسا ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلی،د انتخاباتو کمېسیون د هغو څه د پاسه اته زره ځایونو  د رأیو بیا شمېرنه په داسې حال کې پیل کړې چې د ثبات او همپالنۍ،اسلامی عدالت او عدالت او امنیت ټیمونو د یو لړ اعتراضونو په ترڅ کې دغه بیا شمېرنه بایکاټ کړې ده.

سرمقاله لیکوونکی لیکلی، دغو اعتراضونو ته پام که چېری د دې پروسې د دوام لپاره یوازې د اشرف غنی دولت جوړونکی ټیم پاتې شی، ګرانه ښکاری چې د انتخاباتو دغه پروسه دې بحرانی نه شی او د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو بدنامه لوبه دې بیا تکرار نه شی.

وړاندې راغلی، په څو دیرش میلیونی ولس کې به له  یو نیم میلیون څخه  لږو په درغلیو ککړو رایو کې ګټونکی چې په طبعیی ډول هم اعلان شی هېڅ مخالفت ورسره ونه شی ،څومره مشروعیت درلودی شی؟

ورځپاڼه وایی، ځواب روښانه دی چې بیا به د دې ستونزو د هوارې لپاره لوبغاړی رامخ ته شی.

=      دنیا ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، ایا پوهېږئ چې واقعې او پاکې رایې څومره دی؟

وړاندې راغلی، کله چې د انتخاباتو په تړاو خبرې کېږی، نو ذهن ته مو له ځنډ پرته د پاکو او نا پاکو رایو شمېرنه  درېږی، دا ځکه چې د افغانستان په انتخاباتو کې زیات شمېر تقلبی  رایې کارول کېږی، او په تېر  وخت کې هم یو زیات شمېر تقلبې رایې د پاکو رایو  په نوم شمېرل شوی او د ملت په برخلیک یې لوبې کړی.

د سرمقالې لیکوال لېکی، د رأیو د شمېر په تړاو بېلابېلې څرګندونې کېږی، خو یو شمېر بهرنیو سرچینو چې له ولسمشریزو انتخاباتو سره نږدې پاتې شوی او څارلی یې دی، ویلی چې د پاکو رأیو اصلی شمېر یو اعشاریه دوه میلیونه دی او پاتې نورې ټولې رأیې شکمنې، تقلبې او تورې دی چې ځینی لوری یې د پاکولو په هڅه کې دی او غواړی په یو ډول د انتخاباتو پر کمېسیون یې وشمېری.

د سرمقالې د لېکوال په باور،که په افغانستان کې د انتخاباتو بهیر د شفافیت لپاره کوټلې ګامونه وانخېستل شی او یو ځل بیا د ملت په برخلیک  لوبې وشی، نو دا به د انتخاباتو او ډیموکراسۍ پر تابوت ب د  وروستی میخ  ټکوهل وی چې دا ځل به یې جبرانول ناممکن وی.

=          هشت صبح ورځپاڼې هم د رأیې شمېرنې پروسې ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، د ۲۰۱۴ میلادی کال سناریو بیا د تکرارېدو په حال کې ده او تر ټولو خواشینونکی خبر دا دی چې د انتخاباتو کمېسیون د کمیشنرانو خپل مینځی اختلافات علنی شوی او دا د ملت لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده.

خو سرمقاله لیکوونکی لیکی، کمېسیون لاهم وخت لری چې خپل مینځی اختلافات یوې خواته کړی، ګډ تصمیم ونیسی او دغه بهیر له بحران څخه وژغوری.