د هندوستان د پوځی مانورې پیلیدل :-
خبری سرچینو له پاکستان سره په ګډ سرحد کښې د هندوستان د پوځ د مانورې د پیلیدا خبر ورکړ .
د هندوستان اکونومیک ټایمز( Economic Times ) ورځپاڼې د پوځ د یوه (۱ چارواکی چې نوم یې نه دی ښودل شوی ولیکل د دغه هیواد پوځ پرون په څه د پاسه څلویښت زره (۴۰۰۰۰) عسکرو ، ټانکونو ، توپونو ، جنګی الوتکو او هیلی کوپټرونو سره له پاکستان سره ګډو سرحدونو ته نږدې خپله ستره پوځی مانور پیل کړی ده .
د هندوستان د پوځ دغه چارواکی وویل دغه پوځی مانوره به تر راتلونکی دوشنبې ورځې پورې دوام ولری .
د هندوستان دپوځ دغه چارواکی زیاته کړه چې د دغه پوځی مانورې هدف له یوه(۱) ځمکنی ، هوایی او سمندری جنګ سره د مقابلې لپاره په پوځ کښې د ضروری چمتووالی رامینځته کول دی .
دا په داسې شرایطو کښې دی چې د هندوستان دغه پوځی مانوره په بنګال خلیج کښې له امریکا سره د نوی ډیلی له بلې پوځی مانورې سره په یووخت کیږی او ویل کیږی دغه پوځی مانوره به نهه (۹) ورځې دوام ولری چې پکښې د امریکا او د هندوستان د سمندری ځواکونو جنګی کشتۍ ، جنګی الوتکې او هیلی کوپټرونه ګډون لري .
په داسې شرایطو کښې چې د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر سیمې د کورواکۍ له لغوه کیدا وروسته د پاکستان او د هندوستان اړیکې کړکیچنې شوی دی له پاکستان سره په ګډ سرحد کښې د هندوستان دپوځی مانورې ترسره کیدل ددغو دواړو هیوادونو په اړیکو کښې تاوتریخوالی زیاتولی شی .
په تیرو میاشتو کښې د پاکستان او دهند په اړیکو کښې د بې اعتمادۍ زیاتیدا ته په پام سره له دغو دواړو هیوادونو څخه دغه هیله شته چې د تاوتریخوالی د زیاتیدا ، دخلکو د لسمولو د مخنیوی او په سیمه کښې له ثبات سره د مرستې لپاره له جنجالی دریځونو او دغه راز له لسمونکو او ماجرا غوښتونکو اقداماتو ډډه وکړی .
له دې سره سره چې پاکستان او هندوستان د سیمه ییز او د ملی امنیت د ملاحظاتو پراساس له بې ثباتۍ رامینځته کونکو اقداماتو د ډډه کولو پرضرورت ټینګار کوی له پاکستان سره په ګډ سرحد کښې د مانورې په ترسره کولو کښې د هندوستان د پوځ وروستی اقدام دنوی ډیلی له اعلان شوی سیاست سره په تضاد کښې دی چې له اسلام اباد سره د تاوتریخوالی د زیاتولو سبب کیدلی شی .
په تیره بیا دا چې د هندوستان پوځ له دغه پوځی مانورې سره په یوخت په بنګال خلیج کښې د امریکا له پوځ سره د بلې ګډې پوځی مانورې د ترسره کولو په حال کښې دی چې د پاکستان د حکومت له نظره دغه دواړه (۲) اقدامات د اسلام اباد د ملی امنیت او د ګټو د ګواښلو په لړ کښې کیدلای شی چې ممکنه ده د متقابلو اقداماتو د ترسره کیدا سبب شی چې نتیجه به یې د پوځی توب (Militarism)پراخیدل وی .
که څه هم د هندوستان دپوځ لخوا د مانورې ترسره کیدل کولای شوی د خپلو پوځی ځواکونو د چمتووالی د ساتلو او د نویو دفاعی بریاو د ازمویلو لپاره د دغه هیواد طبیعی حق وبلل شی خو په داسې شرایطو کښې چې د پاکستان او د هندوستان سرحد په تیرو میاشتو کښې له مرګونو نښتو سره مخ دی د دغه پوځی مانورې ترسره کیدل د زیات کړکیچ او حتی د نه اټکل وړ اقداماتو سبب کیدلی شی .
پر دې اساس د پاکستان او د هندوستان له حکومتونه دغه تمه کیږی چې په خپلو اړیکو کښې د شخړې او د تاوتریخوالی د کمولو لپاره د خبرو اترو او د ډیپلوماسۍ له اصل څخه په کار اخیستلو سره د یوبل پرضد له لمسونکو اقداماتو ډډه وکړی چې له دې لارې د دوې ملی او سیمه ییز امنیت په خطر کښې پرې نه وځی .