د رسول اکرم او امام جعفرصادق (ع)نیمکرغه زوکړه پرټولو مبارک شه
د تهران ریډیو د پښتو خپرونې درست کارکونکی په دې مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .
د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) او د حضرت امام جعفر الصادق علیه السلام دنیکمرغه زوکړې او همداراز د وحدت اونۍ په مناسبت په درستې نړۍ کې پرتمینې دستورې جوړیږی او خلک خوشالۍ کوی .
د ایران ، پاکستان ،هندوستان،افغانستان ،لبنان پشمول په زیاترو هیوادونو کې په دې مناسبت ولولناکې دستورې جوړیږی او خلک یوه بل په مبارکۍ وئیلو اود دستورو په جوړولو سره د اسلام دګران پیغمبر او اهل بیت علیهم السلام د نیک او برکتناک سیرت باندې رڼا اچوی او خپل زړونه ورځینی خړوبه کوی ، راپور ښئ دپاکستان په اسلام اباد ،لاهور ،پنډۍ کراچۍ پیښور پاره چنار، کویټه او نورو ډیرو ښارونو کې په دې مناسبت او د وحدت اونۍ په مناسبت دستورې جوړې شوی او سیمنارونه ترسره کیږی .
د تهران ریډیو د پښتو خپرونې درست کارکونکی په دې مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .