د مسلمانانو دنجات یوازینۍلاره د اسلام د ګران پیغمبر(ص)پیروی کول دی
د اسلامی ایران ولسمشر په سیمې کې د اسلامی ایران نفوذ ته په ا شارې سره روښانه کړې،په سیمې کې د ایران نفوذد قدرت،پوځی او علمی توانمنیو ا و سټراټژیک جغرافیائی موقعیَت په د لیل نه ده،بلکې دغه نفوذ،د اسلامی انقلاب د بلنې او د هغه انقلاب د نفوذ په خاطر دی،چې زړونه ئې ځان ته جذب کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ داسلامی ایران ولسمشرحسن روحانی د امریکا ،صهیونیسټ رژیم او دسیمې د ځینو مرتجعو د تیریو او د درز او تفرقې د رامینځةکولو لپاره د دوی هڅې په وړاندې د مسلمانانو دنجات او ژغورنې لاره، داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)څخه پیروی وبلله
ډاکټر حسن روحانی د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره د زرګونو میلمنو ،د اسلامی هیوادونود سفیرانو او متفکرانو په کتنې کې پخپلې وینا کې هیله وښودله ، اسلامی نړۍ د یوه بل ترڅنګ په ورورولۍ او اتحاد سره د ډول ډول تیریو او ظلمونو په مقابل کې ستر بریالیتوبونه ترلاسه کولی شی .
د اسلامی ایران ولسمشر په سیمې کې د اسلامی ایران نفوذ ته په ا شارې سره روښانه کړې،په سیمې کې د ایران نفوذد قدرت،پوځی او علمی توانمنیو ا و سټراټژیک جغرافیائی موقعیَت په د لیل نه ده،بلکې دغه نفوذ،د اسلامی انقلاب د بلنې او د هغه انقلاب د نفوذ په خاطر دی،چې زړونه ئې ځان ته جذب کړی دی .
ډاکټر حسن روحانی ددې خبرې په کولو سره چې په عراق او سورئې کې د ایران ځواک د سلاکارانو په عنوان سره شتون پیدا کړی او خپل ژوند ئې د سیمې دملتونو ترڅنګ له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې قربان کړی ،ووئیل؛ ایرانی ماموران او ځواک ، په عراق ،سورئې ،لبنان او هرچرته چې شتون ولری ، ددوی معیارونه د ا نسان آزادی ده او مسلمان ، مسیحی ، یهودی ،ترک ،عرب یا کرد د دوی لپاره یو شان دی .
ددغې کتنې په پای کې د اسلامی وحدت د نړیوال کنفرانس میلمانو له نزدې د مسلمانانو له ولی امر او د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره لیده کاته وکړل او ورسره غاړې وتل .