د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85981-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم د کابل ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو. نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 19, 2019 08:58 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم د کابل ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو. نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

 دا  هم دتهران  جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیلکی دی ،د اسلامی  ایران د حکومت ویندوی ربیعّی په ډاګه کړې،درستو اعتراض کونکو خلکو له اشرارو او ورانکارو خپله اعتراضیه لاره بیله کړې او بلوه ګر یوازې پاتې شوی دی چې ځینی ئې نیول شوی او ځینی نورهم پیژندل شوی او ډیر زر به ونیول شی،هغه  په عین حال کې وئیلی د حکومت لپاره امنیت سره کرښه ده او  هیچا ته به د خلکود آرامښت او دهغوی د مالونو د لوټلو اجازت ورنکړی . 

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،په درست ایران کې ورښتونه  یو ځل بیا اوج ته په رسیدا دی او د درست هیواد په ډیمونو کې  اوبه نوره ۳۲فی صدو پورې زیاته شوې ده .

ورځپاڼه همداراز زیاتوی ،د امریکا نیشنل انټرسیټ  خپرونې لیکلی دی ، د امریکا  ولسمشر ډونلډټرمپ  کله چې   له مینځنی ختیځ او سورئې د خپل هیواد د پوځیانو د ویستلو په باب د خپل نیّت خبره کوی ،نو هیڅکله ئې جدیّت نندارې ته  نه دی وړاندې کړی .  همداراز  د اریکا د کانګرس مشرې میرمن نینسی پلوسیله ریچرډ نیکسن سره د ډونالډټرمپ په پرتله کولو سره وئیلی دی ، دغه  بدنام  کس یعنی ټرمپ  لږترلږه  خپل هیواد ته دومره ا همیّت ورکولی  چې  له مواخذې مخکې ئې خپله استعفی ورکولئ .

روسې  کابو یو کال مخکې د اوکراین  نیولی کشتۍ بیرته دغه هیواد ته وسپارلې .

د ونزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو په دغه هیواد کې دبهرنیو هیوادونتو  د موخو لپاره  سیاستوالانو ،پوځیانو او د پولیسو مامورانو  او د هغو کورنیو   ته د بډو رشتونو په موخې سره  په دغه هیواد کې  د زوړپالو  په وسیله د څلور سوه میلیون ډالری  پیسو له ترلاسه کولو پرده پورته کړه .

خبری سرچینو راپور ورکړی ، د سعودی عربستان په مشرۍ دځینو عربو او لویدیځوالو او صهونیسټی ائیتلاف جنګی الوتکو او توپونو د یمن په شمال او  لویدیځ کې پر هستوګنو سیمو سختې بمبارۍ کړی او  وئیل کیږی چې په لسګونو بې ګناه کسان ئې په وینو کې لیت پیت کړی او  ډیر زیات  تاوانونه ئې اړولی دی .

                دا هم د تهران  کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی  دعراق د پارلیمان  پخوانی مشر سلیم الجبوری ایشواکړې ، ا مریکا  په بدماشۍ سره عراق ګواښلی  که له ایران سره دښمنی ونه کړی ، نو په شمالی کوریا به ئې بدل کړو .

ورځپاڼه په دوام کې لیکی ،  د ترکیې  دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې وئیلی دی  له امریکا سره اړونده کرد ځواک د سورئې په شمال کې د تل ابیّض له بنده  کابو اته سوه خطرناک تکفیری داعشی بندیان خوشی کړی دی .

د لبنان په کابینې جوړولو مامور لومړی وزیر محمد الصفدی په شاتګ  او دغه راز  د یوه بل په ضد سیاسی بهیرونو  دخولې په شخړو پسې  په دغه هیواد کې  حالات لا ترینګلی شوی دی .

 دیمن انصار ا... ولسی غورځنګ  مبارزانو په سرۀ سمندر کې  دسعودی تیریګر ائیتلاف  دوې  جنګی کشتۍ ولجه کړې .

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ  حماس مسئولانو  د یوې اعلامیې په خپرولو سره   هغه سخت ګوزار ته په اشارې سره چې  په همداورستیو کې ئې  وحشی او تیریګر صهیونیسټی رژیم ته  ورکړی ، وئیلی دی ،دلته په غزې کې  له اسرئیلی پوچو ګواښونو هیڅوک نه ویریږی،  او  دوی ته په غاښ ماتونکی ځواب ویاړی .

 د چین دفاع وزیر له خپل امریکائی همڅنګ سره په کتنې کې د جنوبی چین په سمندر کې د واشنګټن  لمسونکو اقداماتو په باب خبرداری ورکړی او وئیلی ئې دی،بیجینګ  به د تایوان خپلواکی نه زغمی .

د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې  د حکومتی او بهرنیو عسکرو په ضد   د وسلوالو بهیرون وپه تیره بیا د وسلوالو طالبانو حملې اوبمی چاودنې  هماغه راز دوام لری ، حال د ا چې  دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا وئیلی دی ، چې د  افغانستان د ولسمشرۍ  د انتخاباتو د نتیجو له اعلانیدو وروسته به له طالبانو ډلې سره د روغې جوړې خبرې اترې بیرته پیل کړی .

 دا هم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ  په اعلامیې کې وئیل شوی دی ،  د ایران په شمال کې  د پوځ د مځکنی ځواک  د ذوالفقار  والیت نومې مانوره پیل شوی ده .  چې په دغې مانورې کې به   وروستی ترلاسه شوی نوی تجهیزات او وسلې هم نندارې ته وړاندې شی .

د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو  له ترهه ګرو ډلو سره د مقابلې لپاره  له ا فریقائی هیوادونو څخه ددغه هیواد ملاتړونو ته په اشارې سره  ټینګار کړی چې ا نقره  د ترهه ګرو ډلو ترمینځ  هیڅ فرق نه کوی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف  چې  د درغلۍ او ګڼ ګپئ په تور په اوه کاله بند محکوم شوی ؤ ،  نن  له هیواده د بهر درملنې لپاره  انګلستان ته وخوځید . د نواز شریف  ناروغی  دپاکستانپ په سیاسی ډګر کې په یوې سیاسی شخړې بدله شوې   او حکومتی لوری ورځیڼی  دبیرته ستنیدا په خاطر د څو میلیارډ  روپیو د مچلګې کیښودو غوښتنه کوله چې د لاهور لوړې محکمې یا هائی کورټ  ورته اجازت ورکړی څو بهر ته د درملنې لپاره تر څلورو اونیو پورې  لاړ شی او له درملنې وروسته  دې بیرته راستون شی ، چې بلاخره هم دغه شخړه نن پای ته ورسیده او نواز شریف هم  دلندن په لور وخوځید. 

  ورځپاڼې په دوام کې لیکلی ډی ، دجرمنی یوې محکمې  د پنځویشت کسانو د مړینې په باب چې  وئیل کیږی ، په کالباس  کې د ککړې غوښې  د خوړو له امله د لیسټریا  ناروغۍ  له امله  ئې خپل ژوند له لاسه ورکړی ،  څیړنې پیل کړی دی .

د عراق سیاسی ډلو ټپلو  یوه اعلامیه لاسلیک کړی او  د دغه هیواد د لومړی وزیر  او د پارلیمان   د  مشر لپاره ئې  پنځه څلویښت ورځنۍ الټی میټم ورکړی څو سیاسی او اقتصادی اصلاحات دې وکړی  او د مظاهره چیانو  غوښتنې دې عملی کړی .

 د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په سپین سترګیتوب سره  یو ځل بیا وئیلی دی ، امریکا  نو ر  په لویدیځی غاړې کې  دصهیونیسټ میشته ښارګوټو جوړول  د نړویال قانون په خلاف نه ګڼی .

الجزیره ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، نن سهار وختی د سورئې په دمشق کې  دڅو چاودنو  غږ آوریدل شوی  او وئیل کیږی ، چې  له یوه پلوه یوړشمیر توغندی توغول شوی چې  کوم تاوان ئې نه دی اړولی .

د افغانستان طلوع نیوز خبری چینل  راپور ورکړی د دوو امریکائی استاذانو په بدل کې د  طالبانو دوه کمانډران او د حقانی چینل  د مشر زوی انس حقانی   د کابل  له بګرام امریکائی بنده خوشی شوی او قطر ته  لیږدول شوی دی ،البته وئیل کیږی ، چې دغه کسان به   د قطر   په دوحې کې په کور کې بندیان وی .

اوس  هم راګرځو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل  دریځونه دی .

د کابل چاپ ځینو  ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په ټاکنیزو چارو کې د بهرنیانو د لاسوهنې او د داعش ډلې د ځپل کېدو په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دی.

دنیا ورځپاڼې لیکلی، په ټاکنیزو چارو کې د نړېوالو ادارو د لاسوهنې موضوع هغه مهال ګرمه شوه چې د ټاکنو خپلواک کمېشن انتخاباتی نتایج په ټاکلی وخت اعلان نه کړل.

په سرمقاله کې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی هغه څرګندونې را اخېستل شوې، چې د ټاکنو په چارو کې د بهرنیانو په مداخلې یې اندېښنه ښودلې او په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازی ئې غوښتی چې پدې بهېر کې بې پلوه ووسی او د خلکو رایو ته درناوی وکړی.

وړاندې په سرمقاله کې بیا په دې اړه د ولسمشرۍ د نوماند رحمت ا.... نبیل څرګندونې هم را اخېستل شوې دی.

په سرمقاله کې،د ښاغلی نبیل په حواله راغلی، که چیرې بهرنۍ مؤسسې او سفارتونه د ټاکنو په بهېر کې لاسوهنې کوی ،نو په دې پروسې  به د خلکو  باور له مینځه ولاړ شی او دا به د خلکو اندېښنې لا زیاتې او هېواد به له لوی بحران سره مخ کړی.

=        ویسا ورځپاڼې بیا په کابل کې د امریکا د سفیر جان بس د وروستی ټویټ په تړاو لېکنه کړې چې ویلی دی، داسې هېڅ نښې نښانې نشته چې افغان امنیتی او دفاعی ځواک په ټاکنو کې د چا پلویتوب کړی وی.

د سرمقالې د لېکوال په باور، د جان بس له دې ټویټه داسې ښکاری چې د افغانستان د ټاکنو برخلیک د بهرنیانو خصوصا د امریکایانو په لاس کې دی او دوی  د دغه بهیر لانجمن کېدل او د زور استعمال د وسېلې په توګه کاروی څو د خپلې خوښې نتیجه ترې وباسی.

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په افغانستان کې د داعش ډلې ځپلو ته ځانګړې کړې ده.

وړاندې راغلی، په ننګرهار کې د داعش ډلې خوځښتونه ځپل شوی او د کورنیو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې، اړ شوی چې افغان ځواکونو ته تسیلم شی او ډېر ژر به له ټول افغانستانه د داعش لمن ټوله شی.

ورځپاڼې لیکلی، په افغانستان کې د طالب او نورو ترهګرو ډلو په څېر، داعش ډله هم د پاکستان او نورو دښمنو لورو د ګټو لپاره جوړه شوې او داسې رنګ ورته ورکړل شوی،چې ګنی دا ډله د خراسان په نامه له اعلان شوی حکومت سره تړاو لری.

خو د سرمقاله لیکوونکی په خبره دا تشې اوازې دی، بلکې حقیقت دا دی چې د داعش په نامه جنګیالی، هم د پاکستان ملېشیې دی، چې په افغانستان کې د هغوی د ګټو لپاره کارول کېږی او له هغوی سره تېر اېستل شوی افغانان هم یوځای شوی دی.

ورځپاڼې دغه شان لیکلی، که یوه لور ته پاکستان د داعش ډلې په نامه خپل جنګیالی رالېږی له بلې خوا روسیه او ایران له دې ډلې د خپلو موخو لپاره ناوړه تبلیغاتی ګټې پورته کوی او د روسیې استخباراتی مامورین هم لکه د پنجاب ملیشې په ډیر مهارت سره د داعش ډلې په لیکو کې ور دننه شوی او داسې بریدونه کوی چې د مرکزی اسیا هېوادونه پرې وډار کړی.

خو د سرمقالې په پای کې راغلی، اړتیا ده چې د سیمې د ساتنې لپاره تل پاتې پوځی اډې او مراکز جوړ شی،چې بیا له پاکستانه د داعش په نامه د جنګیالیو د  ورتلو مخنیوی هم وکړای شی.