فرانسه د صهیونیسټ رژیم د تیریو دفاع کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86018-فرانسه_د_صهیونیسټ_رژیم_د_تیریو_دفاع_کوی
فارس خبری اژانس وایی د فرانسې دبهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون په سوریې د صهیونیسټ رژیم د تیریو دفاع وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2019 01:29 Asia/Kabul
  • فرانسه د صهیونیسټ رژیم د تیریو دفاع  کوی

فارس خبری اژانس وایی د فرانسې دبهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون په سوریې د صهیونیسټ رژیم د تیریو دفاع وکړه .

د فرانسې د خارجه وزارت ویاندې اګنس فن ډرمول (Agnès Von Der Mühll) په یوه (۱) خبری کانفرنس کښې د سوریې په پلازمینې دمشق باندې د اسرائیلو وروستی برید او د ایران او دسوریې دعسکرو په مرکزونو د حملې په هکله د دغه رژیم ادعاګانو ته په اشارې سره د اسرائیلو پلویتوب وکړ او په ایران یې نیوکه وکړه .

د فرانسې د باندنیو چارو وزارت ویاندې په دغه خبری ناسته کښې ټینګار وکړ پاریس د صهیونیسټ رژیم امنیت ته ژمن دی .

دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو پرون سهار د لبنان له  فضا او د نیواکی جولان له  لوړو څخه د سوریې په پلازمینې دمشق توغندوی بریدونه وکړل  چې له کبله یې دوه (۲) عادی ښاریز ووژل شول او څو نور ژوبل شول .

اسرائیل تل  د ترهګرو ډلو د ملاتړ او  حمایت لپاره دسوریې په بیلابیلو سیمو بریدونه کوی .

په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مرستې سعودی عربستان ، امریکا ، فرانسه ، انګلستان ، ترکیه ،  متحده عربی امارات، کویت او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .