فرانسه د صهیونیسټ رژیم د تیریو دفاع کوی
فارس خبری اژانس وایی د فرانسې دبهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون په سوریې د صهیونیسټ رژیم د تیریو دفاع وکړه .
د فرانسې د خارجه وزارت ویاندې اګنس فن ډرمول (Agnès Von Der Mühll) په یوه (۱) خبری کانفرنس کښې د سوریې په پلازمینې دمشق باندې د اسرائیلو وروستی برید او د ایران او دسوریې دعسکرو په مرکزونو د حملې په هکله د دغه رژیم ادعاګانو ته په اشارې سره د اسرائیلو پلویتوب وکړ او په ایران یې نیوکه وکړه .
د فرانسې د باندنیو چارو وزارت ویاندې په دغه خبری ناسته کښې ټینګار وکړ پاریس د صهیونیسټ رژیم امنیت ته ژمن دی .
دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو پرون سهار د لبنان له فضا او د نیواکی جولان له لوړو څخه د سوریې په پلازمینې دمشق توغندوی بریدونه وکړل چې له کبله یې دوه (۲) عادی ښاریز ووژل شول او څو نور ژوبل شول .
اسرائیل تل د ترهګرو ډلو د ملاتړ او حمایت لپاره دسوریې په بیلابیلو سیمو بریدونه کوی .
په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مرستې سعودی عربستان ، امریکا ، فرانسه ، انګلستان ، ترکیه ، متحده عربی امارات، کویت او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .