د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86124-د_تهران_او_کابل_چاپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت یوو . په پیل کې د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ، نو هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 26, 2019 08:45 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت یوو . په پیل کې د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ، نو هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

        د تهران زیاترو ورځپاڼو  پخپلو لومړنیو مخونو په تهران کې  د بلواګرو  او  ورانکارو په ضد د ولس میلیونی لاریون  ته چې  پرون ترسره شوی ، ډیر انعکاس ورکړی دی ، ورځپاڼو لیکلی دی ، د تهران  په میلیونونو خلکو پرون  په داسې حال کې د بلواګرو او ورانکارو  په ضد خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړ ، چې له  دې  سره په یوخت  په درست هیواد کې  هم  ولس د بلواګرو په ضد  لاریونونه  ترسره کړی او    د اسلامی ایران له قضایه ادارو ئې غوښتی دی ، چې  دغه بلواګر او ورانکار دې سملاسی  محاکمه  او که نیول شوی نه وی ،سملاسی دې ونیسی  او ولس  ته دې ئې  دنتیجو  اعلان وکړی ، که داسې نه وی ،نو  ممکنه ده  ولس پخپله لاس په کار شی  او د بلواګرو او ورانکارو  په خلاف  خودجوشه اقدام وکړی .

 ورځپاڼو همداراز لیکلی دی ،  د تهران  خبر او هوښیار ولس  پرون په پرتم او ولولې سره  د تهران د  میدان انقلاب اسلامی په لور تلونکو درستو لارو کې په شتون سره  یو ځل بیا  د هیواد له امنیت او اقتدار  او همداراز  د ایران د اسلامی جمهوری  نظام د نیالګی  دخړوبه کولو په  خاطر  او همداراز  له اشرارو او ورانکارو بلواګرو څخه د کرکې او نفرت  چغې پورته کړې او  په انقلاب اسلامی چوک کې په غونډیدو سره ئې د ۱۳۹۸لمریز کال د لیندۍ دڅلورمې نیټې حماسه وپنځوله .ورځپاڼو همداراز لیکلی دی ، د تهران خلکو   په دغه پرونی  میلیونی لاریون کی دښمن پیژندنه او د ایران د انقلابی ملت  له ولایت فقیه څخه پیروی  او ځیرتیا ، د اسلامی ایران پرضد د نړیوالې دسیسې د ماتې عامله وبلله . په دغه لاریون کی ګډون کونکیو مړه دې وی امریکا ، مړۀ دې وی  اسراییل ، مړۀ دې وی بلوه ګر په شعارونو سره د رهبرۍ د ستر مقام حکیمانه ، شجاعانه او هوښیارې څرګندونې ،له شرغواړو او بلوه ګرو د ایرانی ملت د لیکې د بیلتون عاملې وبللې او پخپل میلیونی لاریون سره ئې یو ځل بیا د دښمنانو  د سپیر خوب ځلوب نندارې ته وړاندې کړ .

               دا هم د تهران  جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی،د افغانستان پخوانی ولسمشرحامد کرزی وئیلی دی،د افغانستان  انتخابات د پرَدیو او بهرنیو  قدرتونو په لاس کې یوه لوبتکه جوړ شوی دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی،د لوګزامبر ګ خارجه وزیرجین آسلبون د صهیونیسټ رژیم د ښارګوټو جوړونې په وړاندېد امریکا ددریځ له بدلیدو سره  دمخالفت ښودلو په موخې سره  د اروپائی اتحادئې له خوا د یوه هیواد په توګه د فلسطین  د په رسمیّت پیژندنې غوښتنه وکړه .

د یمن د مظلوم خلکو په ضد د آل سعود رژیم په مشرۍ د تش په نامه عربی ائیتلاف  جنګی الوتکې هماغه راز   د اوور بند په خلاف ورزیو سره پر هستوګنو سیمو  او  تاسیساتو  بمباریو ته دوام ورکوی .

 د عراق د کربلا د پولیسو  قوماندانۍ  د یوې اعلامیې په خپرولو سره  په کربلامعلی د هرډول ترهه ګرې حملې او له ولسی اعتراضونو د ناوړه استفادېد مخنیویلپاره تیارسۍ اعلان کړی دی .

 د انګلستان پخوانی لومړی وزیر ټونی بلیّر له روئیټرزخبری آژانسسره په خصوصی خبرو کې  وئیلیانګلستان له بلواؤ سره  لاس او ګریوان شویچې باید سیاسی لوری په دې اړه  جدی  پام وکړی .

 د سورئې  پوځ او  مقاومتی چورلیز په ادلباو الرقه ولایتونو کې په پاکونکو عملیاتو کېله تکفیری ترهه ګرو یو شمیر نور کلیهم آزاد کړی او د هغویپه لسګونو جنایتکار ترهه ګر ئې  هلاک او ټپیان کړی دی .

د پاکستان پخوانی او مجرم پیژندل شوی لومړی وزیرنواز شریف چې ددرملنې په خاطر له هیواده بهر انګلستان ته تللی،د ډاکټرانو د ټیم په مشورې سره   په یوه ډیر پرمختللی روغتون کې بستری شوی دی .

              دا هم د تهران  کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،  د ایران داسلامی جمهوریت  په درستو ښارونو په تیره بیا  په تهران کې د ولس په میلیونی لاریون او  له  بلواګرو او اشرارو څخه ئې  د کرکې نندارې ته وړاندې  کولو له امله   د اسلام  او اسلامی ایران د دښمنانو په تیره بیا د مریکا سپیرۀ خوب په یوه ځلوب بدل شوی او  په درستې نړۍ کې یو ځل بیا بې شرمه شوی د ه .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،  د ایران د اسلامی جمهوریت دبسیج ولسی ځواک  مشر سردار غلام رضا سلیمانی  وئیلی دی ، بسیجی  ځواک  د هیواد د چُټی شوو  ډیرو تولیدونکو کارخانو کابو نهه زره  یونټونه په ډیر زیار او هڅو سره بیرته  بیرته فعال کړی دی .

 د بشری حقوقو  یوې خپلواکه  ادارې  یمن ته  د ا ړول شوو ډیرو زیاتو تاوانونو په باب  پخپل یوه راپور کې وئیلی دی ،  د سعودی عربستان په مشرۍ  تش په نامه پوځی ائیتلاف  په یمن د تیریو له هماغو لومړنیو ورځو راهسې  تر دې دمه  ددغه بې وځله عرب هیواد د مظلومو او بې څوکه خلکو په ضد  څه دپاسه  نیم میلیون   هوائی حملې کړی دی .

ډویچه ویلې  خبری  چینل راپورورکړی ،  کویّین  هینډ نومې کشتۍ چې  د رومانیا په سواحلو کې  دبالائو  ټاپو په بیرغ سره ئې حرکت کاوه  او د سعودی عربستان  د جدی بندر په لور روانه وه او څوارلس زره پسونه او ګډې ئې  بار کړې وې ، په تور سمندر کې ډوبه شوی او درست څاروی   له مینځه تللی دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دامریکا  د ولسمشر مرستیال مایک پنس  چې څو ورځې مخکې د عراق  د لوړپوړو چارواکو له خبریدا پرته  دغه هیواد ته په پټه تللی ،  د عراق د کردستان سیمې له مشرانو  سره ئې لیده کاته کړی  او په ډاګه ئې  د کردستان  سیمې مشرانو ته وئیلی چې  له ایران سره دې اړیکې پای ته ورسوی ، خو  وئیل کیږی ،چې  د عراق د  کردستان سیمې  د چارواکو له خوا له منفی ځواب سره مخ شوی او په بې شرمۍ او سپین سترګیتوب سره بیرته  د امریکائی ځواک  مرکز ته خوځیدلی او له هغه ځایه له دې پرته چې  د عراق  له لوړپوړو چارواکو سره لید کاتۀ وکړی،بیرته امریکا ته په تشو لاسونو سره ستون شوی دی .

 ګارډیّن ورځپاڼې لیکلی دی ،  د انګلستان شپیتو ډاکټرانو  انګریز داخله وزیر پریتی پټل ته  د خطاب په یوه لیک کې  خبرداری ورکړی، د ویکی لیکس  ایشواکونکی  سایټ د  چلونکی جولیّس آسانژ ژوند په خطرې کې دی او له بلمارش  وحشتناک بنده دې دلندن  په جنوب ختیځ کې  یوه روغتون ته منتقل شی .

نیویارک ټایمز ورځپانې  لیکلی دی،د ناټو  ائیتلاف په باب د فرانسې  د ولسمشر آمانوئل ماکرون څرګندونو د جرمنی  صدراعظمه میرمن آنګلا مرکل سخته غوسه کړې  او  له ماکرون سره په کتنې کې ئې  پر ماکرون ددغو خبرو په دلیل سختې نیوکې کړی او وئیلی ئې دی ، باید  ماکرون د خپلو دغو څرګندونو  په باب توضیح ورکړی . د فرانسې ولسمشر ماکرون په همداوروستیو کې  دناټو پر لټیو او بې فعالیته ژوند په سختو نیوکو سره وئیلی وو ،ناټو ته اټیک شوی او د مشرانو   مغزو یا عقل  ئې کار پریښودلی دی

              اوس هم راګرځو د  کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه  لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .

د کابل چاپ ځینو نننیو  ورځپاڼو په خپلو ګڼو کې تر ډېره حده   افغانستان د ولسمشرۍ د شووانتخاباتو د  کړکېچ او د کاندیدانو د ائتلاف په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دی.

هشت صبح ورځپاڼې لیکلی، د انتخاباتی ټیمونو ترمینځ روانه شخړه په بې‌ساری ډول زیاته شوې او یو پر بل داسې تورونه پورې کوی چې د خلکو ترمینځ د نفرت او ستونزو د لا زیاتېدو لامل ګرځېدلی.

وړاندې مقاله کې راغلی، روان  بې‌باوره او کړکېچن وضعیت ښئ چې انتخاباتی کړکېچونه تر ټولو خطرناکې مرحلې ته رسېدلی او دواړه لوری د زور د ښکاره کولو هڅه کوی.

د سرمقالې د لیکوال په باور، انتخاباتی ډلې باید ۷۰مه لسیزه هېره نه‌کړی ا

=   سرخط ورځپاڼې بیا لیکلی، که څه هم د ولسمشرۍ انتخاباتو له ترسره کېدو سره یو شمېر نوماندانو، ډلو او کسانو په بېلابېلو نومونو هڅه کړې د افغانانو ترمینځ ستونزې او فاصلې رامنځته کړی، خو اوس یو شمېر نوماندانو د ټاکنو کمیشن له لورې  د رأیو بیا شمېرنې بهیر د تحریم ترڅنګ په هېواد کې د کړکېچ او ناورین د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلی، د افغانستان دښمنان او په کور دننه سیاستوال او ډلې  ټپلې په ټول توان سره  هڅه کوی چې د افغانانو ترمینځ د واټن په رامینځة کولو سره ستونزې لاپراخې کړی، څو د ځان په ګټه ترې کار واخلی.

خو د سرمقالې د لیکوال په باور، خلک باید د داسې خلکو او اختلافاتو پر ځای په ګډه د خپل راتلونکی او هوسا ژوند لپاره کار وکړی او هېواد له اوسنی وضعیته وژغوری.

=   هېواد دولتی ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، د کاندیدانو د ائتلاف جوړولو هڅې د څه لپاره؟

وړاندې راغلی، په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ لپاره د یو شمېر کاندیدانو لیدنې او راشه درشه ډېره د تعجب او د اندېښنې وړ خبره ده.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د همدې ډلو مشرانو تر پرونه هم سره ژور اختلافونه لرل، خو اوس د یو بل کورونو ته ورځی او د ګډو ګټو لپاره د ګډ ائتلاف جوړولو هوډ کوی.

د سرمقاله لیکونکی په باور، دا ډول ائتلافونه روان وضعیت لا خرابوی او په وینا یې، د همدغو ستونزو او اختلافاتو له امله ملت دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دی او د ژمی په راتلو سره د خوراکی توکو بیې تر اسمانه ختلی، کورنی او بهرنی پانګه‌وال ننګول شوی او هر څه په ټپه ولاړ دی .

د سرمقالې په پای کې راغلی، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید نور فشارونه ونه‌منی او خپلې چارې د خلکو د ناوړو او د ولسواکۍ ضد غوښتنو قربانی نه‌کړی.