امریکا اوربند خو طالبان موافقه غواړی
زمونږ خبریال وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ چې بیګا ناڅاپه افغانستان ته تللی وو وویل واشنګټن له طالبانو ډلې سره اوربند غواړی او طالبان هم له امریکا سره موافقه غواړی نو ځکه خو له دغه ډلې سره د سولې خبرې اترې پیل شوی دی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ په افغانستان کښې له خپلو عسکرو سره د شکرانې د ورځې د لمانځلو او له ولسمشر اشرف غنی سره سره د کتنې لپاره د ریپبلیکن ګوند له سناتور جان براسو ، د پوځ له قائمقام ، مطبوعاتی سیکرټری او د ملی امنیت له سلاکار سره سره یوځاې کابل ته تللی وو .
د امریکا ولسمشر ټرمپ په بګرام هوایی اډې کښې د خپل هیواد له پوځیانو او ولسمشر اشرف غنی سره په کتنې کښې ویلی وو له طالبانو سره د امریکا د چارواکو کتنې دوام لری او طالبان اوربند غواړی .
ټرمپ وویل طالبانو مخکې اوربند نه غوښته خو اوس زه باوری یم چې دغه ډله هم اوربند غواړی .
هغه وویل له طالبانو سره د موافقي او یا تر بشپړه بریالیتوب پورې به په افغانستان کښې د امریکا عسکر دیره وی.
د امریکا ولسمشر ټرمپ کابل ته له لنډ سفر وروسته اوس خپل هیواد ته بیرته ستون شوی دی .
د ویلو ده چې طالبانو هم پرون له امریکا سره د خبرواترو پخلی وکړ او ویلی یې وو چې د امریکا له چارواکو سره د دغه ډلې خبرې اترې روانې دی اوزیاته یې کړه چې مونږ د امریکا له مقاماتو سره د سولې د رامینځته کیدا د لارو چارو په هکله په کار بوخت یوو .