د لیبیا په پلازمینې طرابلس بمبارې شوی دی
Dec 02, 2019 05:59 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وایی دخلیفه حفتر تر قومندنۍ لاندې د لیبیا دملی پوځ په نوم ډلې ته اړونده جنګی الوتکو په پلازمینې طرابلس بمبارې وکړې .
د لیبیا سرچینو وویل په دغو بمباریو کښې په لسګونو ملکی وګړی وژل شوی او ژوبل شوی دی .
د لیبیا دملی پوځ په نوم د ډلې جنګی الوتکو په تیرو اونیو کښې په ځلونو په طرابلس بمباریانې کړی دی .
د لیبیا د ملی پوځ په نوم ډلې چې مشرۍ یې خلیفه حفتر کوی کلونه کلونه کیږی چې د سعودی عربستان ، د مصر ، دمتحده عربی اماراتو او دځینو نوروعربو هیوادونو له ملاتړ او مرستو برخور دی د دغه هیوادپه ختیځ باندې سلطه لری او په تیرو څو میاشتو کښې یې هڅه کړی ده چې د شمال سیمې هم ونیسی .
ټیګونه