د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86271-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه و الو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو .نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2019 09:44 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه و الو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو .نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

 داهم د تهران ورځپاڼو په سر کې  جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې  ئې  لیکلی دی ، د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  د سلګونوطلبه ؤ په ټول کې په درس خارج کې وفرمائیل  هر څوک چې د مدیّریت وړتیاوې نه لری باید  مسئولیّت دې  اخلی.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د ایران د اسلامی شورا  یا پارلیمان  په  انتخاباتو  د کاندیدیدا لپاره  د نامو لیکل له پرونه پیل شوی  او وئیل کیږی چې  څه دپاسه نهه سوه کسانو د  اسلامی شورا داستازیتوب د ترلاسه کولو لپاره په لومړۍ ورځ نامې لیکلی دی .

د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی په خبری ناستې کې  وئیلی دی ، داقتصادی  غږملتیا شورا  د درو قواؤ د مشرانو موقتی  شورا ده او   هیڅکله به هم د اسلامی شورا یا پارلیمان ځای  ونه نیسی .

ورځباڼه په دوام کې لیکی ،  د  اسپانیا پخوانی خارجه وزیر  جوزف پورل  پرون په رسمی توګه د اروپائی  اتحادئې د بهرنی سیاست مسئول او میرمن فډریکا  موګرینی جانشین شو .

د اروپا ټرائیکا  یعنی انګلستان ، فرانسې او جرمنی  چې  له ایران سره د تجارتی او مالی چارو د پرمخ بیولو لپاره   لارو چارو  دحل په توګه د جوړ کړائ شوی   اینسټکس مالی نظام  بنسټګر هم دی ، له دغه اورګان سره  ئې د شپږو نورو اروپائی  هیوادونو دیو ځای کیدا هرکلی کړی او وئیلی ئې دی ،د اختلافاتو دحل لپاره تیار دی .

د عراق پارلیمان  په رسمی توګه د دغه هیواد دلومړی وزیر عادل عبدالمهدی  استعفی منلې او  پر ولسمشر  ئې غږ کړی ،  سملاسی دې یو داسې کس د لومړی وزارت لپاره وټاکی چې  خپلواکه وی او له ۲۰۰۳کال راپه دې خوا ئې  هیڅ ډول رسمی  مسئولیّت په غاړه نه وی درلودلئ .

  په داسې حال کې چې  دامریکا ولسمشر په زغرده له سورئې  د خپلو عسکرو  د ویستلو  اعلان کړی ،خو یو ځل بیا ئې په سپین سترګیتوب سره  له عراقه د  امریکائی عسکرو د کابو شلو پوځی ګاډو ، زغرګاډو اوټانکونو ستر  کاروان د سورئې  دشمالی  سیمو په لور خوځولی او وئیل کیږی ، چې  دغه  ترهه ګر پوځیان به د سورئې د تیلی زیرمو لرونکی  ولایت الحسکه کې  د تیلی  څاګانو تر ګیر چاپیره  دیره کړی . داپه داسې حال کې دی چې  د سورئې  حکومت او ملت په کرتو وئیلی دی ، په سورئې کې د بهرنیو عسکرو  دیره کیدا غیر قانونی ده ،ځکه چې  د سورئې د ولسی حکومت په اجازت سره نه دی راغلی او  دا  کار یو ډول نیواکګری حسابیږی .

           دا هم   د تهران  کیهان ورځپاڼه  ده چې  پخپل لومړی  مخ ئې  لیکلی دی ، د امریکا هرالډ ټریبیون  ورځپاڼې  په یوه یاددښت کې ټینګار کړی ،  هغه څه چې  لویدیځی  شناندی او رسندوئې  ئې   نیّت لری ،  د ایران په وروستیو ناکراریو کې  القاء کړی ، د ایران له ولس څخه د  باؤری نظرسنجیو له نتیجو سره  هیڅ سمون نه  خوری ، ځکه  د ایران خلک  له اقتصادی مشکلاتو سره سره  د  بلواؤ او ورانکاریو سره سخت مخالف دی او  له ورانکارو او بلواګرو  سخته کرکه او  نفرت کوی .

 د ورځپاڼې په دوام کې راغلی دی ،د صهونیسټ رژیم د جاسوسی ادارې پخوانی مشر په یولړ  ایشواکونکو څرګندونو کې وئیلی دی ،  ممکنه ده د اسرائیلو اوسنی لومړی وزیر  بین یامین نتن یاهو ووژل شی .  دا په داسې حال کې دی چې د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر  هم   دسختې اندیښنې  په څرګندولو سره  له ایران سره  په جنګ کې  د خپلو عسکرو په بې وسۍ اعتراف کړی او وئیلی ئې دی ،ممکنه ده په داسې بڼه کې د اسرائیلو وجود هم له خطرې سره مخامخ شی .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلی دی ،امریکا  د نورو هیوادونو په انتخاباتو کې په ښکاره لاسوهنې کوی .  

 ورځپاڼې په دوام کې لیکی دی ، د یمن د پوځ او انصار ا... ولسی غورځنګ دمبارزانو  د توغندوی یونټ مسئولانو د یوې اعلامیې  په خپرولو سره وئیلی دی ، د د سعودی ائیتلاف  دتیریګرو یوه آپاچی  چورلکه  او یوه بې پیلوټه الوتکه ئې  په توغندیو سره  نسکورې کړی  او د آپاچی چورلکې دوه پیلوټان هم هلاک شوی دی .

د فرانسې حکومتی چارواکو ددغه هیواد   لوړپوړو چارواکو ته د ګوت وهونکو    چارو په دوام کې سپارښتنه کړې  چې له بحرانه د وتلو لپاره  دئې  قدرت پوځیانو ته وسپاری .

 د انګلستان  د کارګر ګوند مشر  جرمی کوربین چې  د پارلیمانی انتخاباتو د کمپاین  په دوام کې ئې  وینا کوله په ډاګه   د هغه جنګ  د دوام   نتیجو ته په اشارې سره ئې چې  امریکا ، انګلستان او متحدانو ئې  په عراق کې  پیل کړی ،  وئیلی دی ،د  مونږ د هیواد بیا بیا  پوځی  مداخلتونه او ګوتوهنې لازیاتې   له ترهه ګرۍ سره د اړونده مشکلاتو او ترینګلتیاؤ د زیالتولو لامل شوی دی.

         دا هم د تهران  ایران ورځپاڼه ده چې  پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،د امریکا  واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلی دی ، د افغانستان  له طالبانو ډلې سره د امریکا له اتلس کلن بې دفاع جنګه وروسته اوس   شرائط په دې ډول دی ، چې  د امریکا  ولسمشر ډونالډټرمپ   له دغې وسلوالې ډلې سره  د روغې جوړې  دخبرواترو د بیرته پیلولو لپاره  د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ   افغانستان  ته سفر کوی، خو  هغه ځواب چې  آوری ئې ، دادی ،  چې طالبان   تیار دی ، خو  له خپلو یوه دریځه هم شاتګ نه کوی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی   داروپا د امنیتی چارو یوه  شناندی  او لیکوال  پیټربرګن  په یوه یاددښت کې لیکلی دی  ، هغه ترهه ګره حمله چې  د تیرې جمعې په ورځې  د انګلستان په لندن ښار کې رامینځةشوی ،  او پرون ئې  داعش ډلې مسئولیّت په غاړه اخستی ،  دا ټکی اثبات کړی ، چې په انګلستان کې  د ترهه ګرو حملو د اوڅاره کمیدا په باب د انګریز حکومت د کورنیو چارو وزارت وروستۍ نظریه  له یوه چټی  خیال پرته بل څه نه ده .

په داسې حال کې چې د کشمیر دشخړې په سر د هند او پاکستان  اړیکې تر ډیره حده ترینګلی شوی دی ، د نوی ډیلی حکومت  د روانې  اونۍ په لومړنۍ ورځې  یو مینځ واټنه  بالیسټک توغندی آزمویلی  چې  وئیل  کیږی  د  ایټمی خولۍ وړلو توان لری . هندی  حکومت  اعلان کړی ، چې د دسمبر په وروستیو کې به یو بل مینځ واټنه بالیسټک توغندی هم وآزموئی .دغې چارې د پاکستان اندیښنې  زیاتې کړی دی . باید ووئیل شی، چې دوه اونۍ مخکې پاکستان هم شاهین   نومې یو توغندی په بریالیتوب سره آزمویلی ؤ .

 د لیبیا  موقتی حکومت   له صهونیسټ رژیم سره  د اړیکو د عادی کولو لپاره  هرډول ګروهنه ښودل رد کړی او وئیلی ئې دی ، داسې هیڅ اراده نه لری ، چې   له نیواکګر او تیریګر رژیم سره  اړیکې عادی کړی .

 د امریکا په اورلیان ایالت کې   په وروستیو ډزو کې  وئیل کیږی ، پنځه کسان وژل شوی او یو شمیر نوره هم  ټپیان شوی دی ،  د امریکا  د ګرمو وسلو د پیښو د احصایو ثبتونکی ادارې په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ،  په کال کې د امریکا  په بیلابیلو ایالتونو کې  په ډزو کې  په زرګونو امریکایان  خپل ژوند له لاسه ورکوی  او دا د امریکا واکمن  لوری دی ، چې تر دې دمه ئې  د  وسلو دپیرپلور د لابیو دنفوذ  دزیاتیدا له امله     د وسلو د ګرځولو  دمحدودولو په باب هیڅ ډول   قانون جوړونه نه ده کړې او دامریکا   ولس ئې د  وسلو د پیرپلور  شرکتونو او لابیو په رحم وکرم پریښودلی دی .

           اوس هم راګرځو د  کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې  له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې  هم شریکې کوو  اوباید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .

د  کابل چاپ ځینو  ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې او انتخاباتو په اړه لیکنې او مقالې  چاپ کړی دی.

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلی، د څارونکو بنسټونو وړاندیز باید جدی ونیول شی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلی، پر انتخاباتو د څار بنسټونو اعلان کړی چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ستونزې د هواری لپاره فنی حل لاره دا ده، کوم محلونه چې د انتخاباتی ټیمونو له نظره ستونزې لری، د کورنیو او نړیوالو څارونکو تر نظر لاندې دې تفتش شی.

ورځپاڼه لیکلی، دا فنی حل لاره باید د ټولو له خوا ومنل شی.

سرمقاله لیکونکی ټینګار کوی چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم باید دا لاره ومنی او په دې برخه کې اقدام وکړی.

ځکه په باور ئې ،دا ځل له بهره څوک نه راځی چې د افغانستان انتخاباتی ستونزه هواره کړی.

                دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د انتخاباتی مسایلو په اړه لیکلی دی ، د خلکو له اعتراضونو ښکاری چې خلک د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په کارونو کې د شفافیت په اړه شک لری.

سرمقاله لیکونکی لیکی، کمیسیون تر اوسه   خلک  نه دی قانع کړی ،او دا ځکه چې په خبره یې تر اوسه کمیسیون د انتخاباتی ټیمونو او خلکو پوښتنو ته قانونی ځواب نه دی ورکړی.

      ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې د مسلې په اړه په خپل سرمقاله کې لیکلی دی.

ورځپاڼه لیکی،د افغانستان د سولې او نجات شورا په غونډه کې چې تېره ورځ وشوه پر څو موضوعاتو ټینګار وشو،د سولې لپاره د ملی اجماع جوړېدل، په ولس کې د سولې د یو محور جوړېدل او دریم دا چې د دوی په وینا انتخاباتو تر اوسه نتیجه ورنه کړه او باید یوه عبوری مسلکی اداره جوړه شی چې طالبانو سره په ګډه د راتلونکی لپاره پر یو میکانیزم اتفاق وکړی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلی، په دې ټکیو کې شعاری خبرې هم شته، خو که مونږ د هیواد د راتلونکی په اړه مسولانه فکر کوو باید پر دې اعتراف وکړو چې سوله زمونږ د ولس لپاره نور د برخلیک حیثیت لری او په هر صورت سره باید د روانو بدمرغیو د پای ته رسولو په هدف په ولس کې جدی کار وشی.

             انیس دولتی ورځپاڼې د افغانستان د سولې په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی،د طالب بندیانو او د افغانستان د امریکایی پوهنتون د استادانو په خوشې کېدو سره ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکایی چارواکو تر مینځ د سولې خبرې یو ځل بیا پیل شی.

په سرمقاله کې راغلی،یو شمېر شنونکی د خبرو بیا ځلی پیل ته په بېړه کې دی ،خو د انیس په حواله د امریکایی پوځیانو په شمول یو شمېر نور بیا دا ځل  د ژر پیل غوښتونکی نه دی او هیله من دی چې دا ځل دا خبرې د افغان حکومت سره په همغږۍ چې د قضیې اصلی طرف دی مخته یوړل شی.

سر مقاله لیکونکی ټینګار کوی،چې د افغانستان خلک هم د همداسې یوې سولې غوښتونکی دی.