د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه و الو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو .نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
داهم د تهران ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د سلګونوطلبه ؤ په ټول کې په درس خارج کې وفرمائیل هر څوک چې د مدیّریت وړتیاوې نه لری باید مسئولیّت دې اخلی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د ایران د اسلامی شورا یا پارلیمان په انتخاباتو د کاندیدیدا لپاره د نامو لیکل له پرونه پیل شوی او وئیل کیږی چې څه دپاسه نهه سوه کسانو د اسلامی شورا داستازیتوب د ترلاسه کولو لپاره په لومړۍ ورځ نامې لیکلی دی .
د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی په خبری ناستې کې وئیلی دی ، داقتصادی غږملتیا شورا د درو قواؤ د مشرانو موقتی شورا ده او هیڅکله به هم د اسلامی شورا یا پارلیمان ځای ونه نیسی .
ورځباڼه په دوام کې لیکی ، د اسپانیا پخوانی خارجه وزیر جوزف پورل پرون په رسمی توګه د اروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست مسئول او میرمن فډریکا موګرینی جانشین شو .
د اروپا ټرائیکا یعنی انګلستان ، فرانسې او جرمنی چې له ایران سره د تجارتی او مالی چارو د پرمخ بیولو لپاره لارو چارو دحل په توګه د جوړ کړائ شوی اینسټکس مالی نظام بنسټګر هم دی ، له دغه اورګان سره ئې د شپږو نورو اروپائی هیوادونو دیو ځای کیدا هرکلی کړی او وئیلی ئې دی ،د اختلافاتو دحل لپاره تیار دی .
د عراق پارلیمان په رسمی توګه د دغه هیواد دلومړی وزیر عادل عبدالمهدی استعفی منلې او پر ولسمشر ئې غږ کړی ، سملاسی دې یو داسې کس د لومړی وزارت لپاره وټاکی چې خپلواکه وی او له ۲۰۰۳کال راپه دې خوا ئې هیڅ ډول رسمی مسئولیّت په غاړه نه وی درلودلئ .
په داسې حال کې چې دامریکا ولسمشر په زغرده له سورئې د خپلو عسکرو د ویستلو اعلان کړی ،خو یو ځل بیا ئې په سپین سترګیتوب سره له عراقه د امریکائی عسکرو د کابو شلو پوځی ګاډو ، زغرګاډو اوټانکونو ستر کاروان د سورئې دشمالی سیمو په لور خوځولی او وئیل کیږی ، چې دغه ترهه ګر پوځیان به د سورئې د تیلی زیرمو لرونکی ولایت الحسکه کې د تیلی څاګانو تر ګیر چاپیره دیره کړی . داپه داسې حال کې دی چې د سورئې حکومت او ملت په کرتو وئیلی دی ، په سورئې کې د بهرنیو عسکرو دیره کیدا غیر قانونی ده ،ځکه چې د سورئې د ولسی حکومت په اجازت سره نه دی راغلی او دا کار یو ډول نیواکګری حسابیږی .
دا هم د تهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل لومړی مخ ئې لیکلی دی ، د امریکا هرالډ ټریبیون ورځپاڼې په یوه یاددښت کې ټینګار کړی ، هغه څه چې لویدیځی شناندی او رسندوئې ئې نیّت لری ، د ایران په وروستیو ناکراریو کې القاء کړی ، د ایران له ولس څخه د باؤری نظرسنجیو له نتیجو سره هیڅ سمون نه خوری ، ځکه د ایران خلک له اقتصادی مشکلاتو سره سره د بلواؤ او ورانکاریو سره سخت مخالف دی او له ورانکارو او بلواګرو سخته کرکه او نفرت کوی .
د ورځپاڼې په دوام کې راغلی دی ،د صهونیسټ رژیم د جاسوسی ادارې پخوانی مشر په یولړ ایشواکونکو څرګندونو کې وئیلی دی ، ممکنه ده د اسرائیلو اوسنی لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو ووژل شی . دا په داسې حال کې دی چې د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر هم دسختې اندیښنې په څرګندولو سره له ایران سره په جنګ کې د خپلو عسکرو په بې وسۍ اعتراف کړی او وئیلی ئې دی ،ممکنه ده په داسې بڼه کې د اسرائیلو وجود هم له خطرې سره مخامخ شی .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلی دی ،امریکا د نورو هیوادونو په انتخاباتو کې په ښکاره لاسوهنې کوی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکی دی ، د یمن د پوځ او انصار ا... ولسی غورځنګ دمبارزانو د توغندوی یونټ مسئولانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د د سعودی ائیتلاف دتیریګرو یوه آپاچی چورلکه او یوه بې پیلوټه الوتکه ئې په توغندیو سره نسکورې کړی او د آپاچی چورلکې دوه پیلوټان هم هلاک شوی دی .
د فرانسې حکومتی چارواکو ددغه هیواد لوړپوړو چارواکو ته د ګوت وهونکو چارو په دوام کې سپارښتنه کړې چې له بحرانه د وتلو لپاره دئې قدرت پوځیانو ته وسپاری .
د انګلستان د کارګر ګوند مشر جرمی کوربین چې د پارلیمانی انتخاباتو د کمپاین په دوام کې ئې وینا کوله په ډاګه د هغه جنګ د دوام نتیجو ته په اشارې سره ئې چې امریکا ، انګلستان او متحدانو ئې په عراق کې پیل کړی ، وئیلی دی ،د مونږ د هیواد بیا بیا پوځی مداخلتونه او ګوتوهنې لازیاتې له ترهه ګرۍ سره د اړونده مشکلاتو او ترینګلتیاؤ د زیالتولو لامل شوی دی.
دا هم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلی دی ، د افغانستان له طالبانو ډلې سره د امریکا له اتلس کلن بې دفاع جنګه وروسته اوس شرائط په دې ډول دی ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له دغې وسلوالې ډلې سره د روغې جوړې دخبرواترو د بیرته پیلولو لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ افغانستان ته سفر کوی، خو هغه ځواب چې آوری ئې ، دادی ، چې طالبان تیار دی ، خو له خپلو یوه دریځه هم شاتګ نه کوی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی داروپا د امنیتی چارو یوه شناندی او لیکوال پیټربرګن په یوه یاددښت کې لیکلی دی ، هغه ترهه ګره حمله چې د تیرې جمعې په ورځې د انګلستان په لندن ښار کې رامینځةشوی ، او پرون ئې داعش ډلې مسئولیّت په غاړه اخستی ، دا ټکی اثبات کړی ، چې په انګلستان کې د ترهه ګرو حملو د اوڅاره کمیدا په باب د انګریز حکومت د کورنیو چارو وزارت وروستۍ نظریه له یوه چټی خیال پرته بل څه نه ده .
په داسې حال کې چې د کشمیر دشخړې په سر د هند او پاکستان اړیکې تر ډیره حده ترینګلی شوی دی ، د نوی ډیلی حکومت د روانې اونۍ په لومړنۍ ورځې یو مینځ واټنه بالیسټک توغندی آزمویلی چې وئیل کیږی د ایټمی خولۍ وړلو توان لری . هندی حکومت اعلان کړی ، چې د دسمبر په وروستیو کې به یو بل مینځ واټنه بالیسټک توغندی هم وآزموئی .دغې چارې د پاکستان اندیښنې زیاتې کړی دی . باید ووئیل شی، چې دوه اونۍ مخکې پاکستان هم شاهین نومې یو توغندی په بریالیتوب سره آزمویلی ؤ .
د لیبیا موقتی حکومت له صهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو لپاره هرډول ګروهنه ښودل رد کړی او وئیلی ئې دی ، داسې هیڅ اراده نه لری ، چې له نیواکګر او تیریګر رژیم سره اړیکې عادی کړی .
د امریکا په اورلیان ایالت کې په وروستیو ډزو کې وئیل کیږی ، پنځه کسان وژل شوی او یو شمیر نوره هم ټپیان شوی دی ، د امریکا د ګرمو وسلو د پیښو د احصایو ثبتونکی ادارې په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ، په کال کې د امریکا په بیلابیلو ایالتونو کې په ډزو کې په زرګونو امریکایان خپل ژوند له لاسه ورکوی او دا د امریکا واکمن لوری دی ، چې تر دې دمه ئې د وسلو دپیرپلور د لابیو دنفوذ دزیاتیدا له امله د وسلو د ګرځولو دمحدودولو په باب هیڅ ډول قانون جوړونه نه ده کړې او دامریکا ولس ئې د وسلو د پیرپلور شرکتونو او لابیو په رحم وکرم پریښودلی دی .
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو اوباید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .
د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې او انتخاباتو په اړه لیکنې او مقالې چاپ کړی دی.
هشت صبح ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلی، د څارونکو بنسټونو وړاندیز باید جدی ونیول شی.
په سرمقاله کې وړاندې راغلی، پر انتخاباتو د څار بنسټونو اعلان کړی چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ستونزې د هواری لپاره فنی حل لاره دا ده، کوم محلونه چې د انتخاباتی ټیمونو له نظره ستونزې لری، د کورنیو او نړیوالو څارونکو تر نظر لاندې دې تفتش شی.
ورځپاڼه لیکلی، دا فنی حل لاره باید د ټولو له خوا ومنل شی.
سرمقاله لیکونکی ټینګار کوی چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم باید دا لاره ومنی او په دې برخه کې اقدام وکړی.
ځکه په باور ئې ،دا ځل له بهره څوک نه راځی چې د افغانستان انتخاباتی ستونزه هواره کړی.
دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د انتخاباتی مسایلو په اړه لیکلی دی ، د خلکو له اعتراضونو ښکاری چې خلک د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په کارونو کې د شفافیت په اړه شک لری.
سرمقاله لیکونکی لیکی، کمیسیون تر اوسه خلک نه دی قانع کړی ،او دا ځکه چې په خبره یې تر اوسه کمیسیون د انتخاباتی ټیمونو او خلکو پوښتنو ته قانونی ځواب نه دی ورکړی.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې د مسلې په اړه په خپل سرمقاله کې لیکلی دی.
ورځپاڼه لیکی،د افغانستان د سولې او نجات شورا په غونډه کې چې تېره ورځ وشوه پر څو موضوعاتو ټینګار وشو،د سولې لپاره د ملی اجماع جوړېدل، په ولس کې د سولې د یو محور جوړېدل او دریم دا چې د دوی په وینا انتخاباتو تر اوسه نتیجه ورنه کړه او باید یوه عبوری مسلکی اداره جوړه شی چې طالبانو سره په ګډه د راتلونکی لپاره پر یو میکانیزم اتفاق وکړی.
په سرمقاله کې وړاندې راغلی، په دې ټکیو کې شعاری خبرې هم شته، خو که مونږ د هیواد د راتلونکی په اړه مسولانه فکر کوو باید پر دې اعتراف وکړو چې سوله زمونږ د ولس لپاره نور د برخلیک حیثیت لری او په هر صورت سره باید د روانو بدمرغیو د پای ته رسولو په هدف په ولس کې جدی کار وشی.
انیس دولتی ورځپاڼې د افغانستان د سولې په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی،د طالب بندیانو او د افغانستان د امریکایی پوهنتون د استادانو په خوشې کېدو سره ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکایی چارواکو تر مینځ د سولې خبرې یو ځل بیا پیل شی.
په سرمقاله کې راغلی،یو شمېر شنونکی د خبرو بیا ځلی پیل ته په بېړه کې دی ،خو د انیس په حواله د امریکایی پوځیانو په شمول یو شمېر نور بیا دا ځل د ژر پیل غوښتونکی نه دی او هیله من دی چې دا ځل دا خبرې د افغان حکومت سره په همغږۍ چې د قضیې اصلی طرف دی مخته یوړل شی.
سر مقاله لیکونکی ټینګار کوی،چې د افغانستان خلک هم د همداسې یوې سولې غوښتونکی دی.