په ډوډۍ کښې ولې شنه مرچکی اچول کیږی ؟
زمونږ خبریال وایی د اسیایی هیوادونو په ډوډیو کښې د شنو او سرو مرچو ، مسالو او د بوټیو استعمال ډیر زیات وی او په طبی ډول دغه طبیعی او قدرتی مسلې د انسان د صحت لپاره ډیره ګټه هم لری .
په دغو مسالو کښې یوه(۱) شنه مسله یعنی شنه مرچ دی چې د انسان دبدن لپاره ډیره ګټه لری .
د خواړو د چارو کارپیژاندی وایی شنه مرچ د انسان د روغتیا لپاره ډیره ګټه لری او اینټی اکسیډانټ لری .
له غذائیت څخه ډک شنه مرچ د مالټو په پرتله شپږ (۶) برابره زیات ویټامین سی لری او ورسره ورسره ویټامین ای ، ویټامین بی ، بی شپږ ، نیاسن او فولیک ایسډ هم لری کوم چې د انسان د صحت او روغتیا لپاره ډیر ضروری دی .
په شنو مرچو کښې په زیات مقدار کښې کیپسین کیمیکل کمپاونډ هم وی چې له کبله یې دمرچو خوند او ذایقه لږ شان ترخه وی .
د طبی چارو کارپیژاندی وایی د ښه صحت د لرلو او په وزن کښې د کموالی د راوستلو لپاره هره ورځ شن مرچ وخوری .
شن مرچ په سلادو کښې هم کارول کیدلی او دغه راز په اور باندې هم پخول کیدلای شی .
د شنو مرچ ګټې به تاسو ددغه سبزې چې اوس په میوې کښې ګڼل کیږی خوړلو ته مجبوره کړی .
شنه مرچ چی له ډایټری فبر څخه ډک دی د انسان د هاضمې سیسټم ښه کوی .
د ویټامین سی ، ویټامین ای او اینټی اکسیډنټ د لرلو په وجه شنه مرچ د انسان پوستکی شفاف او پړکدار کوی .
شنه مرچ زیاتې اوبې او صفر کیلوری لری او هغه کسان چې غواړی وزن یې کم شی نو د هغوې لپاره د مرچو خوړل یوه (۱) ډیره ښه لاره چاره ده .
په شنو مرچو کښې بیټاکیروټین شته چې له کبله یې د انسان زړه ته ګټه رسوی .
که چیرې څوک هره ورځ مرچ استعمال کړی نو د کولیسټرولو سویه او دانسولینو مقدار یې په طبیعی ډول انډوله کیږی .
مرچ د انسان د بدن دفاعی سیسټم هم پیاوړی کوی .
شنه مرچ له ائرن څخه ډک دی او هغه کسان چې د ائرن کمی لری نو د هغو لپاره شنه مرچکی ډیره ښه لاره ده .
په شنو مرچو کښې د ویټامین کی() د شتون په وجه د انسان د هډو د ماتیدا په چاره کښې ډیر ارام ملاویږی او د وینې په پنډولو کښې هم مرسته کوی .