په ډوډۍ کښې ولې شنه مرچکی اچول کیږی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86296-په_ډوډۍ_کښې_ولې_شنه_مرچکی_اچول_کیږی
زمونږ خبریال وایی د اسیایی هیوادونو په ډوډیو کښې د شنو او سرو مرچو ، مسالو او د بوټیو استعمال ډیر زیات وی او په طبی ډول دغه طبیعی او قدرتی مسلې د انسان د صحت لپاره ډیره ګټه هم لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2019 09:23 Asia/Kabul
  • په ډوډۍ کښې ولې شنه مرچکی اچول کیږی ؟

زمونږ خبریال وایی د اسیایی هیوادونو په ډوډیو کښې د شنو او سرو مرچو ، مسالو او د بوټیو استعمال ډیر زیات وی او په طبی ډول دغه طبیعی او قدرتی مسلې د انسان د صحت لپاره ډیره ګټه هم لری .

په دغو مسالو کښې یوه(۱) شنه مسله یعنی شنه مرچ دی  چې د انسان دبدن لپاره ډیره ګټه لری .

د خواړو د چارو کارپیژاندی وایی شنه مرچ د انسان د  روغتیا لپاره ډیره ګټه لری او اینټی اکسیډانټ لری .

له غذائیت څخه ډک شنه مرچ د مالټو په پرتله شپږ (۶) برابره زیات ویټامین سی لری او ورسره  ورسره ویټامین ای ، ویټامین بی ، بی شپږ ، نیاسن او فولیک ایسډ هم لری کوم چې د انسان د صحت او روغتیا لپاره ډیر ضروری دی .

په شنو مرچو کښې په زیات مقدار کښې کیپسین کیمیکل کمپاونډ هم وی چې له کبله یې دمرچو خوند او ذایقه لږ شان ترخه وی .

د طبی چارو کارپیژاندی وایی د ښه صحت د لرلو او په وزن کښې د کموالی د راوستلو لپاره هره ورځ شن مرچ وخوری .

شن مرچ په سلادو کښې هم کارول کیدلی او دغه راز په اور باندې هم پخول کیدلای شی .

د شنو مرچ ګټې به تاسو ددغه سبزې  چې اوس په میوې کښې ګڼل کیږی خوړلو ته مجبوره کړی .

شنه مرچ چی له  ډایټری فبر څخه ډک دی د انسان  د هاضمې سیسټم ښه کوی .

د ویټامین سی ، ویټامین  ای او اینټی اکسیډنټ د لرلو په وجه شنه مرچ د انسان  پوستکی شفاف او پړکدار کوی .

شنه مرچ زیاتې اوبې او صفر کیلوری لری او هغه کسان چې غواړی وزن یې کم شی نو د هغوې لپاره د مرچو خوړل یوه (۱) ډیره ښه لاره چاره ده .

په شنو مرچو کښې بیټاکیروټین شته چې له کبله یې د انسان زړه ته ګټه رسوی .

که چیرې څوک هره ورځ مرچ استعمال کړی نو د کولیسټرولو سویه او دانسولینو مقدار یې  په طبیعی ډول انډوله کیږی .

مرچ د انسان د بدن دفاعی  سیسټم هم پیاوړی کوی .

شنه مرچ له ائرن څخه ډک دی او هغه کسان چې د ائرن کمی لری نو د هغو لپاره شنه  مرچکی ډیره ښه لاره ده .

په شنو مرچو کښې د ویټامین کی() د شتون په وجه د انسان د هډو د ماتیدا په چاره کښې ډیر ارام ملاویږی او د وینې په پنډولو کښې هم مرسته کوی .