جرمنی په افغانستان کښې په پوځی شتون ټینګار وکړ
زمونږ خبریال وایی د جرمنی دفاع وزیرې انه ګرت کارن باوئر (Annegret Kramp-Karrenbauer,) چې افغانستان ته ورغلی ده نن له ولسمشر اشرف غنی سره په کتنې کښې په دغه هیواد کښې د جرمنی د پوځیانو د شتون په توجیه کښې وویل له ترهګرو ډلو سره د مبارزې او د افغانستان د عسکرو د روزنې په زمینه کښې به د برلین ملګرتیا دوام ولری .
هغې په دغه خبرې ټینګار وکړ چې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د سولې په خبرو کښې باید د افغانستان د حکومت استازی ګډون ولری .
دا په داسې حال کښې دی چې له طالبانو سره دامریکا د حکومت نیغ په نیغه خبرې اترې په افغانستان کښې زیات نیوکه کونکی لری .
په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله د جرمنی د دفاع وزیرې ادعا په داسې حال کښې ده چې له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې تراوسه د امریکا په مشرۍ د خارجی عسکرو د شتون د دوام له وخت راهسې نه یوازې هلته امنیت تامین شوی نه دی بلکې ورځ تر بلې ناامنۍ نوره هم پسې زیاته شوی ده .