جرمنی په افغانستان کښې په پوځی شتون ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86323-جرمنی_په_افغانستان_کښې_په_پوځی_شتون_ټینګار_وکړ
زمونږ خبریال وایی د جرمنی دفاع وزیرې انه ګرت کارن باوئر (Annegret Kramp-Karrenbauer,) چې افغانستان ته ورغلی ده نن له ولسمشر اشرف غنی سره په کتنې کښې په دغه هیواد کښې د جرمنی د پوځیانو د شتون په توجیه کښې وویل له ترهګرو ډلو سره د مبارزې او د افغانستان د عسکرو د روزنې په زمینه کښې به د برلین ملګرتیا دوام ولری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2019 11:55 Asia/Kabul
  • جرمنی  په افغانستان کښې په پوځی شتون ټینګار  وکړ

زمونږ خبریال وایی د جرمنی دفاع وزیرې انه ګرت کارن باوئر (Annegret Kramp-Karrenbauer,) چې افغانستان ته ورغلی ده نن له ولسمشر اشرف غنی سره په کتنې کښې په دغه هیواد کښې د جرمنی د پوځیانو د شتون په توجیه کښې وویل له ترهګرو ډلو سره د مبارزې او د افغانستان د عسکرو د روزنې په زمینه کښې به د برلین ملګرتیا دوام ولری .

هغې په دغه خبرې ټینګار وکړ چې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د سولې په خبرو کښې باید د افغانستان د حکومت  استازی ګډون ولری .

دا په داسې حال کښې دی چې له طالبانو سره دامریکا د حکومت نیغ په نیغه خبرې اترې په افغانستان کښې زیات نیوکه کونکی لری .

په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله د جرمنی د دفاع وزیرې ادعا په داسې حال کښې ده چې له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې تراوسه د امریکا په مشرۍ د خارجی عسکرو د شتون د دوام له وخت راهسې نه یوازې هلته امنیت تامین شوی نه دی بلکې ورځ تر بلې ناامنۍ نوره هم پسې زیاته شوی ده .