د تهران او ځینی نورې نړیوالې نننیۍ ورځپاڼۍ
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې د تهران او ورپسې هم ځینی نړیوالې ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو ، نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
دا هم د تهران ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې دې ته په اشارې سره چې امریکایان باؤری وو ،په پیل کې لیده کاته وشی او وروسته بندیزونه لیرې شی ، ووئیل ، دوی غوښتل دا یران د ملت هوښیارتیا او ځیرتیا وآزموئی ، خو مونږ نور د دوی په دوکو نه غولیږو او نه غواړو نور د مونږ حقوقو سره څوک لوبې وکړی ، مونږ غواړو هغه څه چې دایران د ولس حقوق دی ، عملیاتی او اجرائی شی ، اوس هم دغه بحثونه روان دی او په مینځ کې مینځګړی هڅې کوی ،خو نور مونږ بیا نه دوکه کیږو .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دانګلستان په پلازمینې لندن کې د ناټو موسسې د سرمشریزې په وخت په لسګونو زره خلکو د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د کرغیړنو او یو اړخیزو سیاستونو او همداراز د ناټو دپیَلتیا په ضد سترې مظاهرې کړی او له لندنه ئې د ټرمپ د سملاسی وتلو غوښتنه کړې ده .
رای الیوم ورځپاڼې د صهیونیسټانو د دیارلسم ټیلیویژنی چینل له قوله راپور ورکړی ، د امریکا حکومت د متحده عربی اماراتو ،بحرین ،عمان او مراکش له واکوالانو چې له صهیونیسټی رژیم سره څرګندې اړیکې نه لری ، غوښتی دی ، له دغه رژیم سره دې د نه تیریو موافقه لاس لیک کړی .
دعراق سومریه نیوز خبری سایټ راپورورکړی ، ددغه هیواد امنیتی ځواک په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ،د دقیقو اطلاعاتو په اساس د کرکوک ولایت د الحویجه ولسوالۍ پولیس توانیدلی ، د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د مشر بغدادی مرستیال ابو خلدون سره د یو شمیر ترهه ګرو هلاک کړی.
المیادین خبری چینل د عراق د خبرو سرچینوله قوله راپورورکړی ، د متحده عربی اماراتو درې الوتکې چې له وسلو ، سازوسامان او تجهیزاتو ډ کې وې ، د عراق په کردستان سیمې کې د کردانو د مسئولانو په شتون سره کوزې شوی او هغوی ته ئې تجهیزات سپارلی دی .
د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ د جولان دنیواکی لوړو سره اړونده د یوه پریکړه لیک له تصویبیدا وروسته پر نیواکګر صهیونیسټی رژیم رسمی غږ کړی ، د جولان لوړې دې پریږدی .
سپوټنیک خبری اژانس د اینډیپنډینټ له قوله راپورورکړی ، د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په لندن کې د ناټو د سرمشریزې تر څنګ د انګلستان ، فرانسې او کینیډا دمشرانو له خوا پرې له ملنډو وهلو وروسته په غوسې کې له لندن څخه بیرته لاړ .
دا هم د تهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د امریکا له خوا د خبرواترو د وړاندیز د بیا مطرح کیدا په باب روښانه کړې ،نور د ایران ملت دهیچا په دوکو کې نه راځی او تر څو چې بندیزونه ختم نه وی ، له امریکائی لوری سره هیڅ ډول خبرې اترې نه کوو .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دعراق له وروستیو حالاتو څخه په ناوړه استفادې سره د داعش پاتې جنایتکارو پر خلکو حملو ته مخه کړې او دا د عراق الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک دی چې د خپل ولس ددفاع لپاره ئې د داعشی تکفیریانو مخه نیولې ده .
له سیمې در آخوا رای الیوم ورځپاڼې پخپل یوه وروستی راپور کې ټینګار کړی ، امریکا د ایران په وړاندې په بشپړ توګه ماته خوړلې او دا په داسې حال کې دی چې ایران تر دې دمه د امریکا د فتنو اچونو په مقابل کې خپلې ګټونکی پانې یا کارډونه نه دی وړاندې کړی او ورځینی ئې استفاده تر دې دمه نه ده کړې نو امریکا او سره دې متحدان دا خبره په پام کې ونیسی .
په لبنان کې د روسیې سفیر الیګذنډر زاسپکین له الجمهوریه ورځپاڼې سره په خبرو کې وئیلی دی ، امریکایان په هر ډول پیښو او موضوعګانو کې په ډیرې آسانۍ او په کرتو دروغ وائی او هیڅ پروا ئې هم نه کوی .
د فرانسې ایر فرانس هوائی شرکت او د ریل ګاډو د چارو د ادارې کارکونکی ټاکل شوې ده له ننه عمومی کاربندیز وکړی ، دوی حکومتی لوری ته خبرداری ورکړی ، که ددوی غوښتنې ونه منل شی ، نو د دغه هیواد ریلی ټرانسپورټ کابو نوی فی صدی ظرفیّتونه به په ټپه ودروی او دعمومی ټرانسپورټ نظام به هم په ټپه ولاړ وی .
د سعودی تیریګر ائیتلاف دیمن دمظلوم ولس په ضد د هوائی او مځکنیو تیریو تر څنګ ددغه بې وځله عربی هیواد د خوراکی او درملیزو توکو او د سونګو بار دیارلس کشتۍ چې د ملګروملتو رسمی مجوز هم ورسره ؤ تښتولی څو د یمن د مظلوم او بې څوکه ولس مشکلات او کړاؤ نوره هم زیات کړی .
د آل سعود رژیم د ساعت تیری او تفریح د چارو د ادارې مشر چې د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان ډیر نزدې کس بلل کیږی ، په ډول ډول ناروغیو اخته شوی او د درملنې لپاره سملاسی له عربستانه بل نامعلوم ځای ته منتقل کړائ شوی دی .
دملګرومتلو اړونده ادارو په خپلې وروستۍ اعلامیې کې وئیلی دی ، چې په راتلونکی میلادی کال کې به په درستې نړۍ کې یو سل اته شپیته میلیون کسان دانسان دوستۍ مرستو ته اړتیا ولری .
د ناټو موسسې غړو هیوادونو مشران بلاخره هم د ډونالډټرمپ په وړاندې تسلیم شول او د لندن په سرمشریزې کې ئې د ټرمپ د کلنګ اخستو دړکه ومنله او د خپلو ونډو تر څلور سوه میلیارډ ډالری ونډې منلو ته ئې غاړه کیښودله .
د پاکستان ولسی جرګې یوه مسوده تصویب کړې ، چې په اساس ئې د ناروې له حکومته غوښتی دی ، د اسلامی سپڅلتیاؤ په تیره بیا د قرآن کریم سپکاوی کونکی دې وپیژندی او سخته سزا دې ورکړی او باید داسې اقدامات دې وکړی څو په راتلونکی کې داسې کرغیړن کارونه ترسره نشی .
دا هم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د عراق په الانبار ولایت کې بیګا په عین الاسد پوځی مرکز پنځلس توغندی لګیدلی دی ، وئیل کیږی په دغه پوځی مرکز کې امریکائی ځواک دیره دی او په همداوروستیو کې د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس هم همدغه پوځی مرکز ته په پټه ورغلی ؤ او د عراق د کردستان سیمې له مشرانو سره ئې لیده کاته کړی وو .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ د اوکراین له ولسمشر سره د ټیلیفونی خبرواترو او دغه راز د اوکراین ګیټ نومې رسوائۍ په اړه د څیړنو او ارزونو د څه دپاسه دوو میاشتنیو څیړنو نتیجه چې په درو سوو پاڼو مشتملې دی ، دامریکا کانګرس د اطلاعاتو دکمیشن له خوا بشپړ شوی او پرون خپرې شوی دی او پکې پتیّل شوې ده چې دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ دې حتما په کانګرس کې مواخذه شی او په دغه ملی اورګان کې دې په حاضریدو سره د اوکراین ګیټ رسوائۍ په اړه د استازو پوښتنو ځواب ووائی .
د لبنان خبرو سرچینو وئیلی دی دسعد حریری له استعفی پنځه اونیو تیریدا وروسته د سمیر الخطیب په مشرۍ د کابینې د جوړولولپاره د ځینو ترپردې شاته د هلوځلو د جدی کیدا خبر ورکړی دی .
هیل خپرونې لیکلی دی ، دامریکا د کانګرس استازو د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره د اوو هیوادونو اقتصادی ډلې ټول ته د روسیې له بیا ورتلو سره مخالفت کړی دی .
د افغانستان په ننګرهار کې نامعلومو مخ پټو کسانو د جاپان د ټولنیزو خدماتو د یوې موسسې (پی ایم سی )بنسټګر او تکړه ټولنیز فعال سره د خپلو پنځو ملګرو وژلی دی . د افغانستان په جلال اباد کښې پرون سهار د جاپان د سولې د طبی خدماتو د موسسې په ګاډی د وسله والو کسانو په برید کښې د دغه موسسې مشر« اټسو ناکامورا» او ورسره پینځه نور کسان وژل شوی دی ناکامورا خپل درست ژوند د بې وځله افغانانو خدمتونه کړی ، روغتونونه ، ښونځی ، دکرهڼیزو چارو نل لیکې،دبریښنا بټۍ او دغه راز نور ئې په لسګونو خدماتی پروژې پیل او سر ته رسولی او خپلو دغو ټولنیزو فعالیتونو ته ئې هماغه راز دوام ورکاوۀ چې د افغانستان د بې څوکه ولس دښمنانو پرون سهار وختی سره دخپلو ملګرو په ټکه وواژۀ. وئیل کیږی ،د اټسو ناکامورا خدماتو ته په پام سره د افغانستان حکومت هغه ته د افغانستان تابعیّت هم ورکړی ؤ .
***********************
اوس هم راګرځو د پاکستان څو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو .
داهم جنګ انټرنیتی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د پاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ د دغه هیواد د یوه پخوانی پوځی ولسمشر پرویز مشرف په ضد دمالی فساد دوسیې یو ځل بیا سپړلی او دهغه په خلاف ئې فیصله کړې البته چې اوس ئې خوندی ساتلې او وئیلی ئې دی ، چې ددغې محاکمې فیصله به د دسمبر په اولسمه نیټه اعلانوی .
ورځپاڼې لیکلی دی ، دپاکستان د انتخاباتی کمیشن مشر سردار رضا له پنځه کلن ماموریت وروسته نن ریټایرډ کیږی او ددغه کمیشن د نوی مشر د ټاکلو په سر حکومتی او اپوزیشن لوری تر دې دمه کومې موافقې ته نه دی رسیدلی، البته ددغې څوکۍ لپاره ئې د بابر یعقوب ، فضل عباس او عارف خان نومونه وړاندیز کړی دی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په دغه هیواد کې د ګرانۍ د بلا د مخنیوی لپاره دلوړ پوړو چارواکو بیړنۍ غونډه بللې ده.
دپاکستان د پخوانی ولسمشر آصف علی زرداری چې د درغلۍ او مالی فساد په تور په بند کې سره دخپلې خور شپې سبا کوی ، له ډول ډول ناروغیو سره لاس او ګریوان دی او وئیل کیږی ، د زړه ناروغی ئې نوره هم زیاته شوې ده .
= داهم د پاکستان ډان نیوز ورځّپاڼه ده چې په نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره له لیدوکاتو ورسته وئیلی دی ، له طالبانو ډلې سره به د خبرواترو ورپسې پړاؤ ډ یر زر پیل کړی .
د هندوستان سیکهانو چې له کینیډا، ایټالیا، فرانس او ځینو نورو سیمو څخه د کرتاپور سرحدی لارې له خوا دګرونانک د هدیرې د لیدو لپاره پاکستان ته تللی په دغه هیواد کې د ټماټرو د کمښت په احساسولو سره ئې له ځان سره څو ټنه ټماټر او پیاز هم دغه هیوادته وړی دی .
د پاکستان د عمران خان په مشرۍ د حکومت په ضد دا پوزیشن لوری له خوا د حکومت په ضد د خلکو دپوهولو لړۍ هماغه راز روانه ده او د اپوزیشن لوری مشران هڅه کوی ،په اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ له سترې غونډې جوړیدا وروسته یو ځل بیا داسې کومه ستره غونډه ترسره کړی .داپه داسې حال کې دی چې د پاکستان د ریلوې د چارو وزیر شیخ رشید احمد پر ناروغه نواز شریف تور لګولی چې په اسلام اباد کې ئې د حکومت په ضد دمولانا صیب دغونډې دلګښت درستې پیسې ورکړی دی. یاده دې وی چې ټګ ا و پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د درغلۍ او له قدرته د ناسمې استفادې په تور په یوې محاکمې کې په اوه کلن بند محکوم شوی ؤ خو په سختو ناروغیو پسې سترې محکمې ورته په بهر کې د درملنې اجازت ورکړی او نن سبا ئې په لندن کې درملنه کیږی .