د اسیا د زړه کانفرنس نن په ترکیې کښې جوړیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86430-د_اسیا_د_زړه_کانفرنس_نن_په_ترکیې_کښې_جوړیږی
زمونږ خبریال وایی د اسیا د زړه اتمه (۸) غونډه د سولې د ملګرتیا او د هوساینې په نوم سره نن د ترکیې په استانبول کښې جوړیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2019 10:58 Asia/Kabul
  • د اسیا د زړه کانفرنس نن په ترکیې کښې جوړیږی

زمونږ خبریال وایی د اسیا د زړه اتمه (۸) غونډه د سولې د ملګرتیا او د هوساینې په نوم سره نن د ترکیې په استانبول کښې جوړیږی .

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم په دغه غونډې کښې د ګډون لپاره استانبول ته ورغلی دی .

د دغه غونډې اصلی چورلیز  سوله ، مشارکت او د افغانستان د راتلونکی لپاره سیمه ییزې ملګرتیاوې دی .

د ایران په شمول د غړو هیوادونو د نامتو کارپیژاندو غونډه هم پرون په استانبول کښې جوړه شوی وه .

د اسیا د زړه لومړنۍ غونډه په ۲۰۱۱ میلادی کال کښې د ایران د ترکیې د افغانستان د اذربایجان جمهوریت د چین د هند د قزاقستان د قیرغیزستان  د پاکستان د روسیې د عربستان د تاجیکستان د ترکمنستان او د متحده عربی اماراتو په شمول د نړۍ د څوارلسو (۱۴) هیوادونو د خارجه وزیرانو په ګډون سره جوړه شوی وه .