د بریطانیا د پارلیماني انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان شوې
محافظه کارانو د پارلیمان په وارمخککښې انتخاباتو کښې په پریکنده بریالیتوب او د دغه ارګان د زیاتره څوکیو په ګټلو سره د برګزیټ د اجرا لپاره لاره هواره کړه.
د دسمبر په دولسمه له وخته مخکښې د بریطانیا د پارلیماني انتخاباتو د رایو شمیرنه پرون پاې ته ورسیدله او د دغه هیواد د وزیراعظم بوریس جانسن په مشرۍ واکمن محافظه کار ګوند له ۶۵۰ څخه د ۳۶۴ څوکیو په ګټلو سره د دغې سیالي بریالی شو.
د خپرو شویو رسمي شمیرنو له مخې محافظه کار ګوند ۴۵ فیصده او کارګر ګوند ۳۳ فیصده انتخاباتي راې ګټلې دي.
په دغو انتخاباتو کښې د ولسي ګډون اندازه کابو ۶۷ فیصده اعلان شوه.
د محافظه کارانو مشر بوریس جانسن چې ګوند یې د تیرو انتخاباتو په پرتله ۷۶ زیاتې څوکۍ ګټلې دي، ټینګار وکړ چې د انتخاباتو نتیجې د برګزیټ بندون او یو ځل بیا د ټول پوښتنې خطر له منځه وړی دی.
د بریطانیا کارګر ګوند د ۲۰۳ څوکیو په ګټلو سره یوه سخته ماتې وزغمله او د دغه ګوند مشر جرمي کوربین وویل چې نور به په هیڅ کومو انتخابتو کښې د ګوند مشري ونه کړي او له مشرۍ به څنګته شي.