د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو.نو تر پایه راسره ملۀ ووسئ .
دا هم په پیل کې د تهران ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل لومړنی مخ ئې لیکلی دی،د ملایشیا لومړی وزیر په ډ اګه کړې ، د ایران په ضد د امریکا د بندیزونو هیڅکله هم پیروی نه کوی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د ملګروملتو په عمومی اسبملۍ کې تر دې دمه د صهیونیسټ رژیم په ضد اته پریکړه لیکونه تصویب شوی دی .
د جاپان د اوکیناوا په زرګونو اوسیدونکو په دغې سیمې کې د امریکا ئی پوځیانو د مرکزونو د ویستلو غوښتنه کړې .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د عربستان له لوړپوړو چارواکو سره د دوو اړخیزو اړیکو او وروستیو سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په باب لیده کاته کړی دی . ځینی سرچینې وائی چې د آل سعود رژیم چارواکی د پاکستان له لومړی وزیره په ځینو خبرو خپه شوی چې عمران خان هم د هغوی دپخلا کولو هڅه کوی،البته ځینی سرچینې دا هم وائی دعمران خان څوم ځل لپاره سعودی عربستان ته سفر دسیمه ایزو ترینګلتیاؤ د حل لپاره د هلوځلو برخه ده .
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی سید حسن نصر ا... وروستۍ وینا چې د تیرې پنجشنبې په شپه ئې کړی ، په لویدیځی رسندویو کې ئې ډیر انعکاس درلودلی ، په دې خاطر چې د سیمې کړکیچنو او ترینګلو حالاتو سره سره سید حسن نصر ا...د لبنان د حساسو اوخطرناکو شرائطو په باب څومره هوښیارانه او ځیرتیا سره درک لریاو د خپل هیواد ولس څومره آرامښت او کراری ته بولی .
د یمن د انقلاب دلوړې کمیټې مشر محمدعلی الحوثی وئیلی دی ،په یمن کې د جنګ د ختمیدا په باب د آل سعود رژیم ادعا یوازې رسندوئی پروپیګنډه ده ، خوباید ووایو چې ددغه جنګ د دوام نتیجې به له دې نوره هم بوږنونکی وی .
په هندوستان کې د ښاریزو د مسودې د تصویبیدا په باب د ولس اعتراضونه په درستهند کې خپرۀ شوی او وئیل کیږی،چې دغه اعتراضونه او مظاهرې آسام ، تریپوره ، او ارونا چل پردیش صوبو ته هم غزیدلی دی . د هندوستان راجیه سبها جرګې یوه لایحه تصویب کړې چې په اساس به ئې هندوستان ته له ګاونډیو هیوادونو ورتښتیدلی کسانو ته شهریت اوتابعیّت ورکول کیږی ، خو په دغې مصوبې کې به مسلمانان نه شاملیږی .
دا هم د تهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی،جاپان ته د اسلامی ایران د ولسمشر حسن روحانی د کیدونکی سفر په باب سیمه ایزو او نړیوالو رسندویو لیکلی دی ،جاپان ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر کیدونکی سفر به ډیر مهم وی او ممکنه ده په سیمه ایزو اونړیوالو بدلونو نو به ډیرې مثبتې اغیزې وشیندی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی،د امریکا یوه سناتور کریس مورفی له بیجینګ سره د واشنګټڼ د وروستیۍتجارتی موافقې په باب په ټولنیزو پیغامو خپرولو سره د ټرمپ ددغه اقدام باندې په سختو نیوکو سره وئیلی دی، دغه موافقه یوه ستره غمیزه ده . ټرمپ وئیلی وو چې له چین سره ئې ډیره ستره موافقه کړې ده ، خو باید ووایو چې ټرمپ هیڅکله هم پخپلو شخصی ګټو ملی ګټو ته ترجیح نه ده ورکړې چې همدغه دامریکا لپاره ستره غمیزه ده.
د امریکا په کانګرس کې د ارمنیانو د عامې وژلې د تائیدولو تصویب شوی جنجالی مصوبې د ترکیې د چارواکو سخت غبرګون راپارولی،دوی وئیلی دی که امریکا په خود کې نشی،نو په دغه شان مصوبو سره به ئې له ترکیې سره اړیکې تر ډیره حده ترینګلی شی .
د امریکا د لویئزیانا ایالت ښاروال لوتویا کانټرل ددغه ایالت په بیلابیلو سیمو کې د وروستیو سایبیری حملو په وخت بیګا په دغه ښار کې چې ددغه ایالت تر ټولو ستر ښار حسابیږی ، بیړنۍ حالت اعلان کړی دی .
د امریکا د تینک ټینک یوه لوړپوړی کارپوه اټکل کړی ، شمالی کوریا به ډیر زیات احتمال سره راتلونکی میاشت له امریکا سره د ایټمی وسلو د له مینځه وړلو په باب دخبرواترو پای اعلان کړی .
د سوډان سترې محکمې ددغه هیواد نسکور شوی ولسمشر عمر البشیر دمالی فساد او درغلیو په تورونو په لس کلن بند محکوم کړی دی ، عمر البشیر دخپلې واکمنۍ په وروستیو کې له آل سعود رژیم سره ښئې اړیکې درلودې .
په فرانسې کې د زیّړو جیکټونو دغورځنګ په دوام کې د دغه هیواد امنییتی مامورانو هغه کس چې چاقو ورسره ؤ په ډزو وژلی او دغه راز ئې په اخ و ډب کې په لسګونو فرانسویان ټپیان او په لسګونو هم زندانو ته لیږدولی دی .
دامریکا د کانګرس د قضائی چارو کمیشن غړو وئیلی دی ډیر زر به د ډونالډټرمپ د مواخذې پلان د رایو لپاره وړاندې کړی . دهغه په خلاف کانګرس یو شمیر مسودې هم تصویب کړی دی .
دا هم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دپه هماغه ورځ چې د امریکا دجنګ وزیر مارک سپر چین او روسیه د پنټاګان د اصلی دفاعی پروژو په لومړیتوب کې یاد کړی ، او ددغو دواړو هیوادونو د نفوذ اوپوخی پراختیا باندې ئې اندیښنه ښودلې ، دامریکا پر متحدانو ئې غږ کړی،له دغه پوځی پراختیا او نفوذ سره د مخامخیدنې لپاره دې لازیات متحد شی . خو له واشنګټنه ځینی نور خبرونه رارسیږی ، چې وائی واشنګټن له چین سره ستره موافقه کړې ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د ایران او روسیې د تجارتی اواقتصادی ملګرتیاؤ دکمیشن منشی داؤد میرزا خانی وئیلی دی ،اور آسیا ټولنه په ایران کې د آزاد تجارت زمینه جوړونکی ده .
د ا یران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی وئیلی دی ،مونږ دا مریکا د لاسوهونکو څرګندونو باندې هیڅ اندیښنه نه لرو او د مونږ د توغندوی آزموینو او حتی د بالیسټک توغندیو لپاره هیڅ خنډ نشی جوړولی . ځکه د امریکا یانو دغه شان څرګندونې د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزی ده .
د امریکا د څه دپاسه یو کال زندان کیدا او برمتګرۍ وروسته راخوشی شوی د ایران د پوهنتنونو یو نامتو استاد ډاکټر مسعود سلیمان ی وئیلی دی ،په امریکا کې ئې دقاتلانو په بند کې ساتلم او درستو بندیانو ته ئې دا خبره ورښودلې وه چې زه دپوهنتون استاد نه ،بلکې یو ایرانی ترهه ګر یم .
د سورئې پوځ او د مقاومت د چولیز ځواکونو په ادلب او الحسکه ولایتونو کې د تکفیری ترهه ګرو یو شمیر پټنځایونه او کلی د جنایتکارو له سپیرو منګولو آزاد کړی او په لسګونو جنایتکار د اعشیان ئې هلاک او په سترو وسلو سنبال لسګونو ګاډی ئې هم تباه کړی دی .
د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د حکومتی او بهرنیو عسکرو په ضد د وسلوالو طالبانو حملې او بمی چاودنې په داسې حال کې دوام لری،چې له طالبانو سره د امریکایانو په قطر کې روانې خبرې اترې یوځل بیا ځنډیدل شوی دی .
دپاکستان یو پخوانی ولسمشر آصف علی زرداری په زندان کې شپې سبا کوی ،سترې محکمې د درملنې لپاره له بنده کراچۍ ته منتقلولو حکم صادر کړی چې وئیلی کیږی په کراچۍ کې په یوه خصوصی روغتون کې بستری شوی څو د زړه د ناروغۍ درملنه ئې وشی . باید ووایو چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او په درغلیو او مالی فساد له مجرم پیژندل کیدا وروسته په اوه کلن بند محکوم شوی د مسلم لیګ ن څانګې مشر نواز شریف هم د درملنې لپاره انګلستان ته لیږدول شوی څو له درملنې وروسته بیرته خپل زندان ته وګرځی او پاتې شپې ورځې په بند کې پوره کړی .
********************
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .
= د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره د افغانستان پر سولې او د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په اړه مطالب چاپ کړی دی.
هشت صبح غیر حکومتی ورځپاڼې خپله سرلیکنه "سوله له اوربند پرته امکان نه لری"په عنوان سره لیکلې. په سرمقاله کې ویل شوی، د سولې خبرې اترې د پنجشنبې له ورځې راهیسې یو ځل بیا بندې شوی او تر اوسه ئې د بیا پیل لپاره وخت معلوم نه دی.
ورځپاڼه لیکی، که څه هم خلیلزاد د خبرو د ځنډېدو لامل له خپلو مشرانو سره د لیدنې لپاره طالبانو ته د فرصت ورکړه بللې، خو ویل کېږی چې په قطر کې د سولې خبرې په بګرام هوایی ډګر د طالبانو له برید وروسته ځنډول شوې دی.
ورځپاڼه زیاتوی، که څه هم د طالبانو نظامی څانګه په قطر کې د سیاسی طالبانو له اغېزپرته په خپلواکه توګه فعالیت کوی، خو په دې کې شک نه شته چې په دوحې کې هغوی ناست دی چې د طالبانو د ډلې مهم غړی دی او دا کسان باید د طالبانو نظامی څانګه دې ته چمتو کړی چې تاوتریخوالی کم کړی.
د سرمقاله لیکوونکی په باور، که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړی، یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره به هڅې یوازې یوه هیله وی او دا کار به د بېباورۍ فضا زیاته او جګړې ته لا شدت ورکړی، نو د همدې لپاره اړینه ده چې طالبان د اوربند بحث جدی ونیسی، ځکه له دې پرته سولې ته د رسېدو بله لار نهشته.
= سرخط ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه له طالبانو سره د امریکا خبرو او د سولې په اړه د زلمی خلیلزاد ماموریت ته ځانګړې کړې او لیکی، په بګرام هوایی ډګر داسې مهال برید وشو چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمینځ خبرې روانې وې.
ورځپاڼه لیکی، دا برید د سولې د خبرو په اړه امریکا ته د طالبانو ځواب او تر خوا یې د افغانستان د سولې په اړه زلمی خلیلزاد ته د پاکستان د نوی ماموریت د پیل ښودنه وه .
د ورځپاڼې له قوله، له دې برید وروسته، د سولې خبرې ودرېدې او زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته ولاړ، چېرته چې یې د اوربند او تاوتریخوالی د کمېدو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.
سرخط زیاتوی، دا هیڅ منطق نه منی چې پاکستان دې داسې یو کار وکړی چې له مخې ئې په افغانستان کې د جګړې لمن تنګه او تاوتریخوالی پای ته ورسېږی، له همدې کبله پاکستان ته د خلیلزاد سفر هیڅ ګټه نه لری او یوازې په تورو نخودو پسې لېږل دی.
= هېواد دولتی ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د یوې اوونۍ دننه د ولسمشرۍ د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان غوښتنه کړې.
ورځپاڼه لیکی،نن یکشنبه په هغو اووه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پیلېږی چې وړاندې پکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دروازې تړل شوې وې. سرمقاله لیکوونکی په دې باور دی چې نور باید وخت ضایع نه شی او په دې اوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې بهیر د پای سره سم باید د یوې اوونۍ په اوږدو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شی.
ورځپاڼه زیاتوی، د ټاکنو د پایلو ورک برخلیک د خلکو په ټولنیز ژوند او د هېواد په اقتصادی او سیاسی وضعیت منفی اغېز کړی او په کار ده چې نور دې بد حالت ته د پای ټکی کېښودل شی.