ورځپاڼو ته کتنه ۲۵-۹-۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86596-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۵_۹_۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2019 09:08 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۵-۹-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

په سر کښې هم د تهران چاپ  اطلاعات ورځپاڼې ته لاس کوو چې په اول مخ يې د ايران د خارجه وزير خبرې راخېستې دي چې وې ويل: امنيت له بهر نه په پېسو اخېستونکے سامان نه دے.

محمد جواد ظریف پرون «د دوحې خبرې اترې» نومې غونډه کښې وویل: نن سبا د سیمې ځیني فعالان نابرابري سیمه ایزې سلطې ته د رسیدو لپاره یو فرصت ګڼي چې د سعودي له خوا د قطر محاصره او د یمن خلاف یې جنګ، په سیمه کښې د حساب کتاب د غمیزه ناکو تیروتنو بیلګې دي.

د خبر له مخې ایران د بهرنیو چارو وزیر د هرمز د صلحې طرحې ته هم اشاره وکړه کومه چې ایران د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې وړاندې کړې او وې ویل: دا نوښت د دې فرضیې په بنیاد دي چې سیمه او نړۍ د ټولو لپاره د انرجۍ د امنیت او د سمندري ټرانسپورټ د آزادۍ په ساتنه کښې ګډه او مهمه ګټه لري.

ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر له قوله وليکل: د سوریې د مسلې په هواري کښې د روسیې ، ترکیې او ایران رول لوبول د اېشيائي ډیپلومېسۍ د راڅرګندیدو بېلګه ده او تر ډېره حده يې د امریکې او ترهګرو ګډې ماجراغوښتنې له ماتې سره مخامخ.

علی لاریجانی د ترکیې په انتالیا کښې د اېشيا د پارلمانونو په دولسمې غونډې کښې په دې خبرې  سره چې اېشيائي ډیپلومېسۍ د نړیوال ډګر ترټولو زیات خوځښت لرونکي ظرفیتونه لري وویل له چین سره د تعرفې د جنګ، د روسیې او ایران په خلاف د بائیکاټونو د لګولو ، د ترکیې په  اړه د مشکلاتو د رامنځته کولو او د سیمې له ځینو هیوادونو څخه د قلنګ د اخیستلو په شان غلیمانه کړنې د دې ښودنه کوي چې لویدیځ هیوادونه په تېره بیا امریکه د اېشيا د مقام لوړیدل نه زغمي.

------------

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت د ویاند په حوالې سره وليکل: د ایران  د اسلامي جمهوریت  په خلاف د امريکې بندیزونه؛ د بشریت په خلاف د جنایتونو څرګند مثال او اقتصادي ترهګري ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ويندوي سید عباس موسوي په تبریز کښې په یوه خبري غونډه کښې په دې بیان سره چې امریکایانو په داروګانو او خوراکي توکو باندې د بندیز نه لګولو ادعا رد کړې ده زیاته کړه: که په ایران کښې یو شرکت، د خوراکي توکو یا د داروګانو د جوړولو اقدام وکړي، په عملي توګه د بانکي نقل و انتقال له ستونزو سره مخامخ کېږي. موسوي څرګنده کړه: د ایران په خلاف د امریکه بندیزونه، د بشري حقوقو او ټولو نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده.

--------------

همدارنګ د تهران چاپ بلې ورځپاڼې رسالت په خپله نننۍګڼه کښې د ملېسشيا د وزيراعظم په نقل سره وليکل: د ايران په خلاف د امريکې له بنديزونو څخه ملاتړ نه کوو.

هغه پرون په قطر کښې الجزیره چینل سره په  مرکه کښې د ایران خلاف د امریکې بندیزونو او د نړیوال بازار اړتیاؤ ته په اشارې سره وویل: د بندیزونو په لګیدو سره به یوازې یو هیواد ونه کړیږي بلکه د هغه ټول تجارتي انډیوالان به هم له اقتصادي نظره وکړیږي او تاواني به شي.

ورځپاڼې بيا په يو بل خبر کښې وليکل: د سعودی  تیریګر ائتلاف بیګا د یمن په شمال کښې په صعده صوبه کښې په هستوګنه سیمو د توپونو ډزې وکړې  چې په نتيجه کښې  عامه ښاریز وژل شوي او درې  نور ژوبل شوي هم دي.

---------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼې راواخلو چې په سر کښې هم جنګ ورځپاڼه ده چې په خپله نننۍ ګڼه کښې يې د دغه هېواد د عمران خان له قوله چې سعودي ته په سفر لاړ دے ليکلي غواړو د مينځني ختيځ سيمې د کشالو په هواري کښې مرسته وکړو.

هغه زياته کړه پکار دي مسائل او اختلافات په خبرو اترو سره حل شي نه په جنګونو سره.

ورځپاڼې په یو بل خبر کښې وليکل: نن د خېبرپښتونخوا صوبې په پېښور کښې د آرمي پبلک سکول باندې د طالبانو د حملې او د تقريباً يو نيم زده کونکو د شهادت پينځه کليزه نمانځل کيږي چې په دغه موقع په هېواد کښې په تېره بيا په خېبرپښتونخوا صوبه کښې د هغو شهيدانو په ياد کښې ځينې پروګرامونه او برابر شوي اوپه سکولونو او ښونځيو کښې د شهيدانو طالبعلمانوتصويرنه لګېدلي دي. ورځپاڼې په دې موقع د پاکستان د مختلفو حکومتي اوسياسي شخصيتونو وېناګانې راخېستې دي چې له هغو څخه د دغه هېواد د فوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه وويل چې په آرمي پبلک سکول باندې د ترهه ګرو د حملې او د ماشومانو قتل عام به هيڅکله هېر نه کړوو.

----------

د پاکستان چاپ دنيا ورځپاڼې بيا وليکل، په هند کښې د مسلمانانو په خلاف د لائحې په تصويبېدو د نوي ډیلي پوهنتون په احتجاج کونکو محصيلينو د هندي امنيتي ځواکونو د تشدد له کبله درې تنه ووژ شول او شپږويشت نور ژوبل شول. د خبر له هندي ځواکونو په دووپوهنتونونو او يو جومات هم حمله وکړه او په محصيلينو يې تشدد وکړ.

-----------

او يوې بلې ډان ورځپاڼې د امريکائي رسنيو له قوله وليکل، امريکه له افغانستانه د خپلو څلور زرو ځواکونو د وېستلو تابيا کړې ده.

د خبر له مخې امکان لري چې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتلونکې هفته له افغانستانه د دغه شمېر ځواکونو د وېستلو اعلان وکړي.

---------

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼې رااخلو  د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کښې زياتره په مزار شریف ښار کې د نظام الدین قیصاري د نیولو د عملیاتو او ټاکنیزو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

وېسا ورځپاڼې قیصاري د ارګ محصول ؤ تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کښې وليکل: منیتي ځواکونو وړمه شپه په بلخ کې د فاریاب د پخواني امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري کلابند کړ او تر ۲۴ ساعته زیاتې جګړې وروسته د نوموړي کور ته امنیتي ځواکونه ور ننوتل. تر ۱۷ ساعته جګړې وروسته څرخیو الوتکو د نوموړي کور هدف وګرځاوه، د بلخ امنیې قوماندان نوموړی قاتل او ورسره ملګري قاچاقبران او د اعدام وړ مجرمین وبلل. وروستي خبرونه وایي چې قیصاري له کلابندۍ تښتیدلی دی، خو که دغه خبره ریښتیا وي دا په خپله د پوښتنې وړ ده چې هغه څه ډول په تېښته بریالی شوی دی.

سرمقاله ليکونکی زياتوي هدغه قیصاري و چې د حکومتي ټیم لخوا په مزار کې د جنرال دوستم پر خلاف هڅول کېدو. قیصاري که قاتل و، بدماش و، قانون ماتوونکی و، یاغي و، ولې له محاکمې پرته خوشې شو، ولې د دې زمینه ورته برابره شوه چې سلګونه وسله وال پر ځان را ټول کړي؟

د مقالې په آخرکښې ليکل شوي دي که د بلخ له پرونۍ پېښې عبرت اخلو نو حکومت باید خپله قبله سمه کړي، د هېواد په هېڅ ګوټ کې دې غیرمسوول خپلسري وسله وال نه پرېږدي، پخوا تر دې چې حکومت ته په چلنج او خطر بدل شي د هغوی چاره دې وکړي. حکومت دې جګړه ختمه کړي چې د جګړه مارو له باج نه بېغمه شي. البته حکومت هغه مهال دا کار کولای شي چې په ریښتینې معنا له ولس سره شلېدلې اړیکې له سره ورغوي او د ولس ارمان ته سرونه ټیټ کړي.

ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د بشپړې ماتې په تړاو د افغان چارواکو تر ادعا وروسته الجزیرې تلویزیون په خپل تازه راپور کې ویلي چې د دغې ډلې نیمايي جنګیالي لا هم په افغانستان کې فعال دي.

الجزیرې لیکلي چې د هوا د سړیدو له امله هم ښایي د داعش ډلې په فعالیتونو کې کموالی راغلی وي نو له همدې امله افغان او بهرنیو ځواکونو ته په کار ده چې د دغې ډلې په خلاف عملیاتو ته ادامه ورکړي.

--------

سرخط ورځپاڼې په مزار شریف کې د قیصاري د نیولو د تېرې ورځې عملیاتو ته اشاره کړې او غوښتنه يې کړې چې دغه ډول خپل سرې وسله وال باید ونیول شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې که څه هم د ملي یوالې د حکومت په دوره کې یو شمېر زور واکان او خپل سري وسله وال نیول شوي خو ځینې يې تر نیولو او محاکمه کولو وروسته بېرته خوشې شوي چې اوس حکومت ته د سرخوږي د جوړولو لامل ګرځېدلي دي.

-------

هشت صبح ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله ټاکنیزو مسایلو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې څارونکي بنسټونه باید په ټاکنیزو مسایلو کې د منځګړي رول ولوبوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به په دوه ورځو کې د اوه ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې موضوع پای ته ورسوي خو د سرمقالې لیکوال ویره څرګندوې چې په دې سره به ټاکنیز بحران پای ته ونه رسیږي.

ورځپاڼه لیکي په سیاسي برخه کې باید کمېسیون له سیاسي څېرو سره کېنې او دغه شان د تخنیکي ستونزو د پای ته رسېدو په هدف باید څارونکي بنسټونه د منځګړي رول ولوبوي.