د وهابیت ختمیدل نزدې دي
د ایران په قم ښار کښې د تقلید یو لوړ مرجع آیت الله ناصر مکارم شیرازي وویل: که د تیلو د ګټې ډالر او د امریکې ملاتړ نه وی نو تکفیریان به تراوسه له مینځه تللي وو.
ایرنا خبري آژانس لیکلې دي چې آیت الله ناصر مکارم شیرازي پرون د یوه ډله فعالانو په کتنه کښې ټینګار وکړ چې د وهابیت د عمر پاې نزدې ده.
هغوي په دې خبرې سره چې د تکفیري وهابیت خطر یوازې تر مسلمانانو محدود نه دی زیاته کړه: د وهابیت یو محصول داعش و چې د ټول بشریت لپاره یو خطر دی.
د تقلید دغه لوړ مرجع د عالمانو دنده د دین او د خلکو د اعتقاداتو ساتنه وبلله او زیاته یې کړه: وهابیان د ځینو ناسمو او عبثو ادعاو په کارولو سره غواړي چې شیعیان او د اهل بیتو علیهماالسلام منونکي د نړۍ د خلکو په افکارو او ذهنونو کښې خراب کړي چې په وړاندې یې باید بیخي ویښ او هوښیار ووسو.