سعودی عربستان د پاکستان په حکومت دباو اچولی وو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86710-سعودی_عربستان_د_پاکستان_په_حکومت_دباو_اچولی_وو
زمونږ خبریال وایی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل سعودی عربستان په پاکستان دباو اچولی وو چې لومړی وزیر عمران خان د مالیزیا په کانفرنس کښې ګډون ونکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2019 02:25 Asia/Kabul
  • سعودی عربستان د پاکستان په حکومت دباو اچولی وو

زمونږ خبریال وایی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل سعودی عربستان په پاکستان دباو اچولی وو چې لومړی وزیر عمران خان د مالیزیا په کانفرنس کښې ګډون ونکړی .

هغه وویل پاکستان ځکه په مالیزیا کښې په کانفرنس کښې له ګډون کولو ډډه وکړه چې سعودی عربستان د اسلام اباد پرضد د اقتصادی بایکاټونو د لګولو ګواښ کړی وو .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل دا لومړی ځل نه دی چې سعودی عربستان او متحده عربی امارات په پاکستان دباو اچوی  او ورته وکړه او مه کړه حکم ورکوی .

د ترکیې ولسمشر زیاته کړه چې سعودی عربستان پاکستان ته دغه ګواښ هم ورکړی وو چې  څلور (۴)میلیونه پاکستانیان به له عربستان څخه وباسی او د هغوې پرځاې به د بنګلادیش خلک په کارونو وګماری .

اردوغان وویل د سعودی عربستان حکومت پاکستان ته دغه ګواښ هم کړی وو چې دپاکستان په مرکزی بانک کښې کیښودل شوی پیسې به هم بیرته خپل هیواد ته ورستنې کړی .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل پاکستان د خپلو اقتصادی مشکلاتو په خاطر د سعودی عربستان غوښتنو ته تسلیم شوی دی .

سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو په پاکستان زیات دباو اچولی وو چې د مالیزیا په کانفرنس کښې ګډون ونکړی په کوم کښې چې د ایران اسلامی جمهوریت ، د ترکیې او د قطر مشرانو ګډون کړی وو .