انګلستان په عربستان د وسلو خرڅول زیات کړی
زمونږ خبریال وایی د بریتانیا اینډی پینډینټ (independent) ورځپاڼې له یمن سره په جنګ کښې سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو ته د وسلو د خرڅولو د زیاتیدا خبر ورکړ .
دغه ورځپاڼې زیاته کړه له نړیوال بندیز سره سره بریتانیا له یمن سره د جنګ دائتلاف په غړو هیوادونو د وسلو خرڅول څه دپاسه پنځوس (۵۰) فیصده زیات کړی دی .
د انګلستان د دغه ورځپاڼې راپور زیاتوی د یمن پرضد د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو په ائتلاف د بریتانیا د وسلو د خرڅلاو زیاتیدال باید د بشر د وجدان لپاره خبرداری ووسی .
اکسفام خیریه موسسه وایی د ۲۰۱۵ میلادی کال له جنورۍ میاشتې څخه بریتانیا په عربستان او متحده عربی اماراتو د شپږ(۶) میلیارډه او څلورسوه (۴۰۰) میلیونه یورو په ارزښت وسلې خرڅې کړی دی چې د یمن دخلکو پرضد کارول شوی هم دی .