په اسپانیا کښې د هګیو او د پټاخو جنګ وشو
زمونږ خبریال وایی د اروپا په یوه (۱) هیواد اسپانیا کښې خلکو د پوځی دریشیو په اچولو سره دوه سوه(۲۰۰)کلن فیسټیوال ولمانځه او د جنګ په کولو سره یې په خپلو مخالفانو د هګیو او د وړو ګوزارونه وکړل .
د ایلس اینفیرینټس په نوم دغه فیسټیوال هرکال د اسپانیا په ایلاکانټی ښار کښې په ایبی ټاون کښې په یوه(۱) سړک باندې کیږی .
ټاون هال ته نږدې په دغه جنګ کښې خلک د پوځی دریشیو په اچولو سره راغونډیږی او د وسلو په توګه د وړو ، هګیو او د پټاخو په استعمالولو سره په یوه(۱) بل بریدونه کوی .
په اسپانیا کښې په دغه فیسټیوال کښې د باچا هیروډ لخوا دلته د وژل شویو کسانو یاد او خاطره لمانځل کیږی .
د دغه فیسټیوال ترسره کونکی وایی چې د دوې پلاران او نیکونه دوه سوه (۲۰۰) کلونه کیږی چې دغه فیسټوال لمانځی او مرکز یې هم ایبی ښارګی دی .
د ویلو ده چې د اسپانیا هیواد خلک یو بل د خورواکی شیانو د ویشتلو د عجیبه فیسټولونو په لمانځلو مشهور دی .
د ویلو ده چې هرکال په اګست میاشت کښې د اسپانیا په بیونل ټاون سیمه کښې په یوه بل د ټماټرو یعنی د سرو بانجانو د غورځولو یا ویشتلو فیسټیوال هم ترسره کیږی .