کورکمن او تور مرچ د بدن لپاره ډیرې ګټې لری
(last modified Sat, 11 Jan 2020 10:33:46 GMT )
Jan 11, 2020 15:03 Asia/Kabul
  • کورکمن او تور مرچ د بدن لپاره ډیرې ګټې لری

زمونږ خبریال وایی د تاسو د کورونو په اشپزخانو او پخلنځیونو کښې موجودې ځینې مصالحې د درملو خصوصیات لری کومې چې د انسان د بدن لپاره ډیرې ګټې هم لری .

په خواړو کښې د زیات خوند د راوستلو لپاره دغه استعمالیدونکی مصالحې د تاسو د صحت د ښه کیدا لپاره ډیرې ګټې لری .

زیړ رنګ کورکمن(Turmeric) د ډوډۍ او دخواړو د تیارولو لپاره تر ټولو زیاته استعمالیدونکی مصالحه ده .

کورکمن د ډیرو درملو خصوصیات لری او دغه راز تور مرچ (Black pepper) هم د انسان  بدن ته ډیره ګټه رسوی او کله چې تاسو کورکمن او تور مرچ سره یوځاې کړئ نو حیرانونکی طبی ګټې رسوی .

د کورکمن د هضمولو لپاره د تور مرچ کارول :-

کرکومین د کورکمن یو (۱) مهم مرکب دی چې ډیر فعال جز دی .

بلې خوا په تورو مرچو کښې «پایپرین» ماده  وی چې د انسان په بدن کښې د کورکمن په جذبولو کښې مرسته کوی .

د تور مرچ او د کورکمن په یوځاې کولو سره د تاسو بدن ته د کورکومین په رسولو  کښې مرسته کوی .

د سوزش او خرخښت لپاره ترټولو ښه درملنه :-

په کورکمن او تورو مرچو کښې د سوزش  درملنه شته .

په عمومی ډول په ساړه موسم کښې د انسان په بدن کښې خرخښت او سوزش زیاتیږی او که چیرې دواړه سره یوځاې کړې شی نو یوه (۱)معجزه لرونکی ماده رامینځته کولای شی .

تور مرچ او کورکمن د انسان د جوړو د دردونو لپاره ډیره ګته لری .

په ساړه موسم کښې د تورو مرچو او د کورکمن استعمال ډیره ګټه لری .

کور کمن او تور مرچ د انسان هاضمه پیاوړی کوی :-

د کورکمن او د تورو مرچو مرکب د انسان هاضمه ګړندۍ کوی او د دواړو څیزونو په خوړلو سره د معدې اکثره ناروغیانې ختمیږی .

کورکمن او  تور مرچ باید په کوم ډول استعمال شی ؟

دغه دواړه شیان باید په زیات مقدار کښې استعمال نشی .

کورکمن او تور مرچ په بیلابیلو شربتونو کښې په اچولو سره استعمالیدلی شی .

تور مرچ او کورکمن په سلادو او هګیو کښې هم استعمالیدلی شی .