د کولیسټرول سویه څرنګه انډوله ساتل کیږی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87225-د_کولیسټرول_سویه_څرنګه_انډوله_ساتل_کیږی
زمونږ خبریال وایی د کولیسټرول د سویې د انډوله ساتلو لپاره ترټولو لومړۍ او ښه روده د ورزش کول دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2020 10:58 Asia/Kabul
  • د کولیسټرول سویه څرنګه انډوله ساتل کیږی ؟

زمونږ خبریال وایی د کولیسټرول د سویې د انډوله ساتلو لپاره ترټولو لومړۍ او ښه روده د ورزش کول دی .

د چاقۍ تر ټولو مهم علت د کولیسټرول د سویې زیاتیدل دی چې له کبله یې د انسان په صحت او روغتیا منفی اغیزونه کیږی .

د کولیسټرول د سویې د زیاتیدا په وجه انسان له ډیرو ناروغیو سره مخ کیږی چې پکښې د زړه ، د ځیګر او د هډوکو درد عام شکایتونه دی .

د زړه د ناروغیو ډاکټران وایی د انسان په بدن کښې د کولیسټرول د سویې زیاتیدل د جسم لپاره خطرناک دی .

د کولیسټرول د زیاتیدا له کبله د زړه د ناروغیو په شمول د انسان د ملا غټیدل ، په وزن کښې زیاتوالی ، په شیریانو یعنی رګونو کښې  د وازدې جم کیدل ، د انسان په جسم کښې د وینې په مناسب ډول نه رسیدل ، د سا لنډیدل ،او د اعصابو او د جسم د غړو په سم ډول کار نه کول شامل دی .

د کولیسټرول سویه  څرنګه انډوله ساتل کیدلای شی .؟

د خواړو د چارو د کارپیژاندو لخوا د کولیسټرولو  د سویې د انډوله ساتلو لپاره لاندې وړاندیزونه مطرح شوی دی .

()

د ورزش کول :-

د کولیسټرول د سویې د انډوله ساتلو لپاره ترټولو لومړۍ او ښه طریقه د ورزش کول دی .

کارپیژاندی وایی د کولیسټرول د سویې په انډوله او مناسب ډول د ساتلو لپاره په اونۍ کښې باید څلور (۴) یا پینځه (۵) ځله ورزش وکړو .

که چیرې د تاسو د کولیسټرول سوه زیاته ده نو د انډول د ساتلو لپاره هره ورځ ورزش کول ضروری دی .

ورزشونه ډیر ډولونه لری چې د ترسره کولو لپاره یې جیم(GYNASIUM) ته تلل ضروری دی .

جیم ته دتللو لپاره د یوه() ماهر روزونکی اړتیا وی .

د  کولیسټرول د سویې د کم ساتلو لپاره هره ورځ  دیرش (۳۰) دقیقې مزل کول ترټولو مناسبه او ارزانه طریقه ده .

د دغه کار لپاره د تاسو پیسې نه لګیږی او نه کوم جیم ته تلل غواړی .

()

د ښو خواړو استعمال :-

د کولیسټرولو د سویې په مناسب ډول د ساتلو لپاره د خواړو انتخاب مهم دی او هر غوړ خوراکونه د صحت لپاره تاوان نلری .

که چیرې د غوړو یا  د تیلو پرځاې اصلی غوړی استعمال شی نو د کولیسټرول د سویې د زیاتیدا پرځاې د کولیسټرولو سویه انډوله کیږی او د انسان په صحت هم مثبت اغیزونه کوی .

()

مونږ ټولو ته پکار دی چې په خپلو خواړو کښې سبزیانې او دالونه استعمال کړو .

د میوو د جوسونو د څښلو پرځاې باید پوره میوه وخورو او د خپلو خواړو پنځوس(۵۰) فیصده برخه باید سبزیانې او سلاد وی .

په میوو کښې له ویټامین سی څخه ډکې میوې ، مالټې ، امرود ، ګریپ فروټس ، لیموان او بیریز  ګڼل کیږی .