له سګریټ څکولو خطرناک عادت کوم دی ؟
زمونږ خبریال وایی دسګریټ څکول د انسان د ژوند دښمن دی خو له دې زیات خطرناک عادت څه دی چې انسان له مرګ سره مخامخ کوی .
محققان وایی له سګریټ څکولو سره سره تنهایی یعنی یوازې ژوند کول هم د انسان د عمر په کمولو کښې مهم رول لوبوی او نن سبا تنهایی د خلکو د روغتیا او صحت په هکله ترټولو ستره ستونزه جوړه شوی ده په بیا دا چې په بوډاتوب کښې تنهایی .
محققانو په یوه(۱) تحقیق کښې ویلی دی هغه کسان چې له بوډاتوب سره سره تنهایی غوښتونکی دی په هغوې د چاپیریال او شخصی عوامل اغیزونه لری .
په زیات عمر یعنی بوډاتوب کښې په تیر وخت کښې د وخت په ضایع کولو پښیمانه کیدل او غیر معقوله ټولنیز صلاحیتونه انسان تنهایی ته د رسولو عوامل دی .
د کیلی فورنیا پوهنتون یوه (۱) محقق الجینډرا پریډیز وویل ځینو کسانو د خپلو میرمنو وژله او ځینو نورو کسانو د خپلو وړونو ، خویندو او دوستان د مړکیدل د تنهایی وجه وبلله .
په دغه تحقیق کښې دغه راز ثابته شوی ده چې په بوډا توب کښې د کار د نه کولو په وجه هم انسان له تنهایې سره لاس او ګریوان کیږی .