امریکايي میرمنو د ټرمپ خلاف مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87367-امریکايي_میرمنو_د_ټرمپ_خلاف_مظاهرې_وکړې
د امریکې ښځو پرله پسې په څلورم کال هم د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سیاستونو خلاف مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 19, 2020 04:02 Asia/Kabul
  • امریکايي میرمنو د ټرمپ خلاف مظاهرې وکړې

د امریکې ښځو پرله پسې په څلورم کال هم د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سیاستونو خلاف مظاهرې وکړې.

په نیویارک او واشنګټن ډي،سي ښارونو کښې لکونو امریکايي میرمنو د ښځو د سیاسي حقوقو د ضایع کیدو، د آب و هوا د وضعیت، د مساوي حقوقو د نشتوالي او د مهاجرت د موضوع په شمول مختلفو مسائلو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

سپينې ماڼۍ ته د ټرمپ له رسیدو راهیسې د ښځو په شمول د امریکې د مختلفو پرګنو خلک د هغه په توکمپالو سیاستونو باندې اعتراض لري.

د ډونلډ ټرمپ سیاستونه، حکمونه، څرګندونې او جنجالي او ځینې وختونه بې ادبانه کړنې سبب شوې دي چې د امریکې زیاتره خلک هغه د امریکې د ولسمشرۍ وړ نه ګڼي.