ډونالډ ټرمپ د امریکا ترټولو دروغجن ولسمشر دی
ډونالډ ټرمپ د امریکا ترټولو دروغجن ولسمشر دی
فارس خبري اژانس وايي د امریکا نامتو استاد او په نړیوالو اړیکو کښې د نئو لیبرالیزم د مکتب نظریه وړاندې کونکي «جوزف نای »په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې د ولسمشر ډونالډ ټرمب بیا بیا دروغو ویلو ته په غبرګون کښې وویل د امریکا ټول ولسمشران دروغ وايي خو ډونالډ ټرمپ د تاریخ ترټولو زیات دروغ ویونکی ولسمشر دی .
هغه وویل هماغه ډول چې په نوي کتاب کښې مو لیکلي دي د امریکا اکثرو ولسمشرانو دروغ ویلي دي خو هیڅکله مو د ولسمشر ټرمپ په شان ولسمشر نه دی لیدلی چې دومره زیاته دروغ یې ویلي وي .
د امریکا نامتو استاد او په نړیوالو اړیکو کښې د نئو لیبرالیزم د مکتب نظریه وړاندې کونکي جوزف نای وویل ولسمشر ټرمپ سرزوری کس دی .
د جوزف نای دغه څرګندونې هغه مطلب ته غبرګون دی چې پکښې ویل شوي د امریکا ولسمشر ټرمپ تراوسه څه دپاسه پینځلس زره (۱۵۰۰۰) ځله دروغ ویلي دي او د دغه هیواد سیاسي شناندو ویلي دي چې په دومره اندازه دروغ ویل یو (۱) ریکارډ ګڼل کیږي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپل هیواد د اقتصاد په هکله دوه سوه دوه څلویښت (۲۴۲) ناسمې ادعاګانې کړي دي او ویلي یې دي چې زما له ولسمشر کیدا وروسته امریکا په خپل تاریخ کښې ترټولو ښه اقتصادي حالت لرلی دی دغه ادعا د هغه ترټولو زیات تکراریدونکي دروغ دي .
سي این این ټیلي ويژن هم څه موده مخکې وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ په اوو(۷) ورځو کښې اته اویا (۷۸) ځله ناسمې ادعاګانې کړي دي چې یوشمیر یې د ایران په هکله دي .