مینه قرباني غواړي جانانه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87391-مینه_قرباني_غواړي_جانانه
زمونږ خبریال وايي د نایجریا هیواد په پلازمینې ابوجا کښې په یوې(۱) سیمې کښې د سړک غاړي ته یوه(۱) ودانۍ چې د الوتکې په شان ده په اصل کښې الوتکه نه ده بلکې یو(۱) کور دی او دغه کور یوه(۱) ښاریز د خپلې میرمنې د خواهش د پوره کولو لپاره جوړ کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2020 03:08 Asia/Kabul
  • مینه قرباني غواړي جانانه

زمونږ خبریال وايي د نایجریا هیواد په پلازمینې ابوجا کښې په یوې(۱) سیمې کښې د سړک غاړي ته یوه(۱) ودانۍ چې د الوتکې په شان ده په اصل کښې الوتکه نه ده بلکې یو(۱) کور دی او دغه کور یوه(۱) ښاریز د خپلې میرمنې د خواهش د پوره کولو لپاره جوړ کړی دی .

ویل کیږي چې د نایجریا هیواد ښاریز سید جمال دغه کور د خپلې میرمنې او د شپږو (۶) ماشومانو لپاره جوړ کړی دی .

جمال چې د کورونو د جوړولو کار ترسره کوي د خپل دغه درې(۳) پاوړیزه کور جوړول په نولس سوه نهه نویم (۱۹۹۹) میلادي کال کښې پیل کړي وو  .

هغه وویل زما کور الوتکه نه ده بلکې د الوتکې په شان له سیمټو څخه جوړ شوی کور دی .

په دغه کور کښې د میلمنو لپاره کوټې ، جومات، د لمبو ډنډ او ونې شته او د ګاډو د دریدا لپاره هم ځایونه لري .

د کور دننه څو کوټې شته چې پکښې د خوب کوټه وغیره وغیره .

د نایجریا ښاریز جمال په خپل کور کښې د ځان لپاره یو(۱) دفتر هم جوړ کړی دی .

هغه وویل زما له مړ کیدا وروسته به د غه کور د نایجریا د خلکو لپاره یوه(۱) ډالۍ وي چې خلک به یې د لیدو لپاره له لیرې لیرې ځایونو څخه ورشي .

Image Caption