آن لاین ګیم یو بل ځوان ووژلو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87456-آن_لاین_ګیم_یو_بل_ځوان_ووژلو
څه موده مخکې له هم دغه ګیم سوربھ نومې ځوان هم مړ شوی ؤ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 23, 2020 08:39 Asia/Kabul
  • آن لاین ګیم یو بل ځوان ووژلو

څه موده مخکې له هم دغه ګیم سوربھ نومې ځوان هم مړ شوی ؤ.

آن لاین ګیمونه که له یو اړخه زمونږ ځوانانو او ماشومانو ته تفریحي مواد فراهم کوي نو له بل اړخه په دغه کښې د زیات بوخت ځوانانو د مرګ وسیله هم ګرځیدلی شي.
همداشان یو پب جي ګیم چې د بهارت د مهارشټرا ولایت یو پنځویشت کلنه ځوان په کښې بوخت وو د هغه د مرګ سبب شو.
د راپور له مخې، هرشل منن په خپل موبایل کښې پب جي ګیم سره مشغول وو چې ناڅاپه د مغزو سکته ورته وشوه او ولوېدو.
کورنۍ یې هغه په بیړې سره روغتون ته ورسولو خو ډاکټرانو وویل چې هغه له دنیا کوچ کړی.
کارپوهان وایې چې که دغه آن لاین ګیمونه له زیات پام او مینې سره ولوبیږي نو دا زمونږ مغزو ته زیان رسوي او هم دغه پام او مینه او په ګیم کښې بوختیدل د هرشل منن د مرګ سبب کرځیدلی دی.