د قاسم سلیماني ټرور د امریکا د بې عزتۍ سبب شوی
Jan 24, 2020 09:17 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د چین د واکمن ګوند ورځپاڼې ګلوبل ټایمز( Global Times ) راپور ورکړ د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ټرور په نړۍ کښې د امریکا د بې عزتۍ سبب شوی دی .
دغه ورځپاڼې زیاته کړه امریکا د قاسم سلیماني په ټرور سره خپله پانګه او عزت بولۍ ته وړاندې کړ او دغه کار سبب شو چې نړیواله ټولنه د امریکا په دغه کړچار نیوکې وکړي .
د چین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې زیاته کړه امریکا ډیره موده کیږي چې په نورو هیوادونو کښې د کسانو د وژلو لپاره بیلابیل اوزارونه کاروي په تیره بیا لویدیځې اسیا کښې چې د بې نظمۍ او د ګډوډۍ سبب شوي ده .
دغه راپور زیاتوي امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه ترهګر کارونه ترسره کوي او ځان یې په نړۍ کښې څنګ ته کړی دی .
ټیګونه