اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتلو موافقه لاسلیک کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87487-اروپايي_اتحادیې_د_بریتانیا_د_وتلو_موافقه_لاسلیک_کړه
فارس خبري اژانس وايي د اروپايي شورا مشر شارل میشل له دغه اتحادیې څخه د انګلستان د وتلو د موافقې د لاسلیک کولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2020 12:08 Asia/Kabul
  • اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتلو موافقه لاسلیک کړه

فارس خبري اژانس وايي د اروپايي شورا مشر شارل میشل له دغه اتحادیې څخه د انګلستان د وتلو د موافقې د لاسلیک کولو خبر ورکړ .

هغه نن په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې د بریتانیا په پارلمان کښې له اروپايي اتحادیې څخه د لندن د وتلو د موافقې له تصویبیدا وروسته د برګزیټ موافقې د لاسلیک کولو خبر ورکړ .

د اروپايي شورا مشر شارل میشل نن د اروپا د کمیسیون له مشر اورسولا فین ډرلاین سره یوځاې له اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتلو موافقه لاسلیک کړه .

د انګلستان د پارلمان استازیو په تیرې چهارشنبې ورځ له اروپايي اتحادیې څخه د  خپل هیواد د ایستلو لپاره له  دغه اتحادیې سره د لندن د حکومت موافقه تصویب کړي وه .

د بریتانیا ملکې هم پرون دغه موافقه تائید کړه .

ټاکل شوي ده چې بریتانیا د روان میلادي کال د جنورۍ په یودیرشمه (۳۱) نیټه له اروپايي اتحادیې ووځي .